د لاس رسي وړ اتصالات

په کابینه کې څوک چا غوره کړي دي؟


په نومول شوې کابینه کې درې ښځې او ۲۴ نارينه دي
په نومول شوې کابینه کې درې ښځې او ۲۴ نارينه دي

د ولسمشر محمد اشرف غني او د اجرایي رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ له څو میاشتنیو خبرو اترو وروسته د ملي وحدت د حکومت نوماند وزیران د ولسي جرگې د تائید لپاره معرفي شول. معرفي شوي اشخاص ٢٥ وزیران او دوه رئیسان دي چې د افغانستان بانک او د ملي امنیت د عمومي ریاست لپاره نومول شوي دي، په دې ډله کې ٢۴ نارینه دي او درې تنه یې ښځې دي.

که څه هم چې په رسمي توگه څرگنده نه ده چې کوم نوماند وزیر ښاغلي غني او کوم یو یې ښاغلي عبدالله ټاکلي دي، خو د افغانستان د حکومت مقامات چې نه ېی غوښتل نوم یې په رپوټ کې ذکر شي، په وړاندیز شوې کابینه کې ټاکنې یې داسې بیان کړې چې د دې رپوټ په تصویر کې لیدل کیږي.

له دې سره سره چې د وړاندیز شوې کابینې نیمایي اجرایي رئیس انتخاب کړې، خو جمهور رئیس غني دمخه ویلي وو چې کابینه په کلي توگه د هغه او په ملي شورا کې د ولس د استازو په وړادنې مسوولیت لري.

تمه ده چې ولسي جرگه په راتلونکې اونۍ کې نوماند شویو وزیرانو ته د تائید یا رد رایی ورکړي.

د وړاندیز شوې کابینې په هکله معلومات چې د رسمي خبرپاڼو په گډون د مختلفو منابعو څخه ترلاسه شوي دي، دلته ولولئ:

۱- د افغانستان د ملي دفاع نوماند وزیر شیر محمد کریمي ۶۹ کلن دی، له نوماندیدو دمخه د ملي دفاع په وزارت کې د افغان ملي پوځ لوی درستیز و. ښاغلی کریمي د افغانستان د حربي پوهنتون څخه فارغ شوی او د برتانیې د سنت هرست په پوځي ښوونځي او د امریکا د متحده ایالتونو په پوځي ښوونځیو کې یې هم په پوځي برخه کې څه موده زده کړې کړې دي.

٢ - د ترانسپورت وزارت نوماند وزیر فیض الله ذکي ۵۶ کلن دی او د افغانستان د ملي جنبش د گوند یو لوړپوړی غړی دی. ښاغلی ذکي د افغانستان د ملي شورا په ١٥ دوره کې د ولسي جرگې غړی و. هغه د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې د محمد اشرف غني له ویاندویانو څخه و. فیض الله ذکي اوس د جمهور رئیس د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس دی.

٣ - د مالیې نوماند وزیر غلام جیلاني پوپل ۵۹ کاله عمر لري او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی دی. ښاغلی پوپل د افغان ملت د گوند مرستیال دی او د څو کلونو راهیسې د محلي ارگانونو د رئیس په توگه یې دنده ترسره کړې ده او د حکومتدارۍ په برخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار هم و.

۴ - د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو نوماند وزیر سعادت منصور نادري د سید منصور نادري ځوی او په ۱۳۵۵ کال کې زیږیدلی دی. ښاغلي نادري د اقتصاد او نړیوالې سوداگرۍ په څانگه کې د نارت لندن له پوهنتون څخه د لیسانس درجه ترلاسه کړې ده. نادري د افغانستان د ملي پیوند د گوند د لوړپوړو غړو څخه دی. هغه د وزیر په توگه له نوماند کیدو دمخه د افغانستان د مرکزي بانک د مدیره هیات د غړي په توگه کار کړی دی.

٥ - د اطلاعاتو او فرهنگ نامزد وزیره آی سلطان خیري ۵۰ کلنه ده او د ترکي ژبې او ادبیاتو په برخه کې دوکتورا لري. آغلې خیري د وزیر په توگه له نوماند کیدو دمخه د کابل په پوهنتون کې د استادې او د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیسې په توگه دندې ترسره کړې دي.

٦ - د حج اواوقاف نوماند وزیر فیض محمد عثماني د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې لیسانس لري. ښاغلی عثماني دمخه تر دې د پوهنتون د استاد او د طلوع په نامه د خصوصي تلویزیون د دیني خپرونو د چلوونکي په توگه کار کړی دی.

٧ - د عامه روغتیا نوماند وزیر فیروز الدین فیروز ۴۷ کلن دی او د رهبرۍ او مدیریت په برخه کې یې د انگلیستان له پوهنتونونو څخه د ماسترۍ سند لري.

٨ - د فواید عامې نوماند وزیر عباس بصیر ۴۶ کلن دی او د چاپیریال ساتنې په برخه کې یې د دوکتورا په کچه یې زده کړې کړې دي. ښاغلی بصیر دمخه تر دې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ادارې د پالیسۍ معین و. همداشان د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دوهم مرستیال کریم خلیلي د دفتر رئیس او په یو پوهنتون کې استاد و.

٩- د مخدره توکو سره د مبارزې وزیر فیض الله کاکړ، ۶۰ کاله عمر لري او د کابل پوهنتون د طب له پوهنځي څخه فارغ شوی دی. ښاغلی کاکړ له دې دمخه د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت مرستیال او په روغتیایي چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار و.

١٠ - د کانو او صنایعو نوماند وزیر داود شاه صبا په ۱۳۴۲ کال کې زیږیدلی اود ځمکې پیژندنې په برخه کې یې د دوکتورا تر کچې پورې زده کړې کړې دي. ښاغلی صبا دمخه تر دې د هرات د والي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سلاکار په توگه دندې ترسسره کړې دي.

١١ - د سرحداتو نوماند وزیر قمرالدین شینواری ۵۲ کاله عمر لري او د شرعیاتو په برخه کې یې د لیسانس په کچه زده کړې کړې دي.

١٢ - د لوړو زده کړو نوماند وزیره خاطره افغان په ۱۳۵۷ کال کې زیږیدلې او د عامه ادارې او حکومتدارۍ په برخه کې ماستري لري. آغلی افغان دمخه تر دې په افغانستان کې د جرمني د GIZ په دفتر کې کار کاوه.

١٣ - د ښاري پراختیا نوماند وزیر شاه زمان میوندي په ۱۳۵۶کال کې زیږیدلی او په اقتصاد کې ماستري لري.

۱۴ د کورنیو چارو نوماند وزیر نورالحق علومي ۶۸ کلن دی او د لیسانس په کچه زده کړې یې کړي دي. ښاغلی علومي دمخه د افغانستان د دموکراتیک گوند غړی و او څه موده یې د کندهار د والي په توگه دنده ترسره کړې ده. هغه اوس د افغانستان د متحد ملي گوند رئیس دی او د ولسي جرگې په ١٥ دوره کې د کندهار د خلکو استازی و. علومي د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ایتلاف غړی هم دی.

١٥ - د بهرنیو چارو نوماند وزیر صلاح الدین رباني چې د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني ځوی دی، په کال کې زیږیدلی او د برتانیا د کینگستون له پوهنتون څخه د مدیریت او سوداگرۍ په برخه کې او د امریکا د نیویارک د کلمبیا پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې ماستري لري. هغه دمخه تر دې د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس و.

١٦ - د سوداګرۍ وزارت ته نوماند، سردار محمد رحیمي په ۱۳۵۶ کال کې زېږېدلی دی. ده د تهران د طبي علومو په پوهنتون کې انجینري او چاپېریال ساتنه لوستې ده.هغه په سیاسي علومو کې د ماسترۍ او د تهران له پوهنتون څخه یې په سیاسي جغرافیې کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي دي.

ښاغلی رحیمي د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد و او د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند غړی دی.

١٧ - د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ته نوماند، ۴۱ کلن برنا کریمي په بازار موندنې او سوداګرۍ کې لسانس لري او د امریکا د فینیکس په پوهنتون کې یې د مدیریت په برخه کې تر لیسانس لوړې زده کړې کړي.

ښاغلی کریمي د پخواني ولسمشر کرزي د دفتر مرستیال او بیا په کاناډا کې د افغانستان سفیر پاتې شوی دی.

۱۸ - د اوبو او برېښنا وزارت ته نوماند، ۵۳ کلن محمود صیقل د استرالیا په دیکین او کانبیرای پوهنتون کې په نړیوالو پراختیايي چارو کې تر لسانس لوړې زده کړې کړي دي. ښاغلي صیقل د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال، په استرالیا او کاناډا کې د افغانستان د سفیر په توګه هم دندې ترسره کړي دي.

١٩ - د ښځو چارو وزارت ته نومانده، ۴۶ کلنه نجیبه ایوبي د پروان په دارالمعلمین کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لوستی دی. مېرمن ایوبې په افغانستان کې د کلید د مطبوعاتي ګروپ مشره وه.

٢٠ - د عدلي وزارت ته نوماند، ۴۹ کلن احمد سیر مهجور، په پاکستان کې یې سیاسي علوم لوستي دي. ښاغلي مهجور، د پاریس د نانتیزي په پوهنتون کې په سیاسي فلسفې، د سوریورن په پوهنتون کې په ټولنپوهنې او د دغه هېواد د روین په پوهنتون کې یې د کلیو د پراخیتا په چارو کې تر لسانس پورته زده کړې کړي دي. نوموړي د روین په پوهنتون کې په ټولنپوهنې کې دکتورا کړې ده. ښاغلي مهجور په فرانسې کې د پوهنتون استاد هم پاتې شوی دی.

٢١ - د پوهنې وزارت ته نوماند، ۵۳ کلن زلمي یونسي د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهځی لوستی دی. ښاغلی یونسي د جمیعت اسلامي ګوند غړی او د بلخ د سرپرست والي عطام محمد نور مشاور پاتې شوی دی.

٢٢ - د اقتصاد وزارت ته نوماند، سردار محمد رحمن اوغلي ۵۰ کلن دی. ښاغلي اوغلي د راډیو تلویزون په برخه کې تر لسانس پورته زده کړي کړي دي. دی د ملي شورا په ۱۵ دوره کې په ولسي جرګې کې د فاریاب د خلکو استازی و. سردار محمد رحمن اوغلي وړاندې د جنرال دوستم د ګوند غړی و، خو وروسته بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ایتلاف غړی شو.

٢٣ - د کلیو او پراختیا وزارت ته نوماند، نصیر احمد درانی ۶۲ کلن دی. هغه په ښاري پراختیا کې تر لسانس پورته زده کړې کړي دي او وړاندې د افغانستان د کانونو او معادن وزارت مرستیال و.

٢۴ - د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته نوماند، سید حسین عالمي بلخي ۸۵ کلن دی. ښاغلی بلخی د ملي شورا په ۱۵ دورې کې د کابل د خلکو استازی و. هغه د پخواني وژل شوي ولسمشر برهان الدین رباني پر مهال، د سوداګرۍ وزیر و.

٢٥ - د کرنې وزارت نوماند یعقوب حیدري په ۱۳۴۰ کال کې پېدا شوی دی او په پېداکوژۍ کې ماستري لري.

  • - د ملي امنیت ریاست نوماند رحمت الله نبیل په ۱۳۴۸ کال پېدا شوی دی او ساختماني انجینري یې لوستې ده. نوموړي د پخواني ولسمشر پر مهال، د ملي امنیت د شورا د کورنیو چارو مرستیال، د ولسمشر د امنیت د ادارې او د ملي امنیت ریس په توګه دندې ترسره کړي او اوس هم د ملي امنیت سرپرست ریس دی.

- د افغانستان بانک ریاست ته کاندید خلیل صدیق په ۱۳۲۸ کال کې زېږېدلی دی او د اقتصاد له فاکولتې فارغ شوی دی. نوموړی د افغانستان د نړیوال پراختیايي بانک د مشر او د مرکزي بانک د اداري پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG