د لاس رسي وړ اتصالات

دفرانسې صدراعظم: دتروریزم ضد جګړه کوو، نه د اسلام خلاف


د فرانسې صدراعظم مانویل والس
د فرانسې صدراعظم مانویل والس

د فرانسې صدراعظم مانویل والس وايي فرانسه د تندلارو سره په جگړه کې ده نه د کوم دین سره.

د فرانسې صدراعظم مانویل والس د سه شنبې په ورځ د فرانسې ملي اسامبلۍ ته په خپلې وینا کې وویل چې فرانسه د تندلارو سره په جگړه کې ده نه د کوم دین سره.

ښاغلي والس وویل چې «هو، فرانسه د تروریزم، جهادیزم او تندلارې اسلام په مقابل کې په جگړه کې ده. فرانسه د اسلام او مسلمانانو په مقابل کې په جگړه کې نه ده. فرانسه او د دې هیواد جمهوررئیس هم موږ ته دا خبره کړې ده چې فرانسه به تل د خپلو اتباعو حفاظت او ساتنه کوي، لکه چې تل یې کړې ده.»

د فرانسې پارلمان پریکړه وکړه چې په عراق کې به د اسلامي دولت د ډلې په خلاف په هوایي بریدونو کې خپله ونډه زیاته کړي.

د فرانسې پارلمان دا پریکړه یوه اونۍ وروسته له هغه وکړه چې درو کسانو چې د تندلارو اسلامي ډلو سره یې د خپلې وفادارۍ او اړیکو ادعا کوله په پاریس کې ١٧ کسه ووژل.

د اروپا د پولیسو د سازمان مشر پرون وویل چې تقریبا ٥٠٠٠ تنه اروپایان په سوریه کې په جگړې کې ورگډ شوي دي. دغه بیا دا ویره راپیدا کړې ده چې که هغوی بیرته اروپا ته را ستانه شي نو تروریستي حملې به وکړي.

فرانسې یو له هغو اروپايي هیوادونو نه ده چې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت د ډلې په خلاف یې په هوايي بریدونو کې ونډه اخیستې ده.

بل پلو ته دتروریزم پر ضد د اروپايي اتحادیې مشر د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي چې دا به ډیره ګرانه وي چې د فرانسې د بریدونو په شان په راتلونکې کې د نورو بریدونو مخه دې په بشپړه توګه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG