د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټومي پروګرام پر سر بیا خبرې اترې کیږي


د چهارشنبې په ورځ د امریکا او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په ژینو کې سره ولیدل
د چهارشنبې په ورځ د امریکا او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په ژینو کې سره ولیدل

د ایران د اټومي پروګرام پر سر به د پنجشنبې په ورځ خبرې اترې پیل شي. خو د ایران او د نړۍ د شپږو لویو قدرتونو ترمنځ د خبرواترو نه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د خپل ایراني انډول جواد ظریف سره وکتل.

دواړو اړخونو د چهارشنبې په ورځ سهار او د غرمې نه ورسته خبرو ته ادامه ورکړه او ماښام یې بیا په ناڅاپي توگه بله غونډه وکړه.

د چهارشنبې د ماښام غونډه په تقسیم اوقات کې شامله نه وه او د غونډې لپاره جان کېري بلغاریا ته خپل سفر وځنډاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي وویل چې په غونډو کې په یو لړ زیاتو مسالو باندي خبرې شوې دي.

د امریکا او ایران ترمنځ غونډه د هغو خبرو اترو نه مخکې شوې ده چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه بیه یو ځل بیا پیل شي.

په خبرو اترو کې به بریتانیا، چین، فرانسه، جرمني، روسیه او امریکا برخه واخلي او د ایران سره به د دغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

د خبرواترو هدف به دا وي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه د جولای د میاشتې تر اولې نیټې پورې یوه موافقه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره له خبرو نه مخکي ښاغلي ظریف وویل چې ایران او د نړۍ د شپږو لوی قدرتونه دې ته چمتو دي چې خبرواترو ته سرعت ورکړي.

خو ښاغلي ظریف د دې موافقې د کیدو پېټی د امریکا او نورو پنځو هیوادونو پر اوږو واچاوه. دغه هیوادونه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تهران سره خبرې کوي.

د نړۍ شپږ لوی قدرتونه غواړي چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو نه راوګرځوي او که دغه کار وشي نو په ایران باندې به لګول شوي بندیزونه لېري شي.

ایران دا خبره رد کړې چې هڅه کوي اټومي وسلې جوړې کړي.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د یو موافقې لپاره د نومبر د میاشتې مهلت ټاکل شوی و، خو ورسته بیا خبرې اترې وغځول شوي.

XS
SM
MD
LG