د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې،بلجیم او جرمني کې د جهادیانو خلاف عملیات


په فرانسې کې پولیسو پرون د جمعې په ورځ د دولسو په شاوخوا کې کسان نیولي دي او په پاریس کې د اورګاډي د یوه سټیشن نه هم د لنډې مودې لپاره مساپرین وایستل شول.

په فرانسې کې پولیسو دغه اقدامات وروسته تر هغه پیل کړیدي تیره اوونۍ په ترویستي بریدونو کې دیارلس تنه ووژل شول. اوس په فرانسې کې امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي. په فرانسې کې دا پیښې پداسې حال کې شویدي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په پاریس کې دی.


د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازیني و چې د پرونیو نیونو په اړه یې په پاریس کې خبریالانو ته معلومات ورکول، پدې اړه داسې وویل: " دی وایي امنیتي ځواکونه اوس هم د تیارسۍ په حال کې دي او د دوولسو زرو نه زیات پولیس او پوځ په ټول هیواد کې د امنیت د ساتلو لپاره ګمارل شویدي. "

د فرانسې تر څنګ په بلجیم او جرمني کې هم د هغو کسانو د نیولو لپاره عملیات پیل شویدي چې ګمان کیږي د جهادي ډلو سره اړیکې لري. د پنجشنبې په شپې په بلجیم کې دوه تنه د پولیسو سره په جګړې کې وژل شویدي خو چارواکي وایي هغوي ته پوره نده معلومه چې آیا وژل شویو کسانو د پاریس د پیښې د برید کوونکو سره کومې اړیکې درلودې او که نه.

خو رپوټ وایي داسې ښکاري چې هغوي ټولو په منځني ختیځ کې د وسله والو سخت دریزه ډلو سره اړیکې درلودې.

د تولوزیم په پوهنتون کې د تروریزم د چارو کارپوه میتو ګایدرې وایي داسې ښکاري چې په اروپا کې جهادي ډلې یو شان مبارزه کوي، او هغه دا چې په انټرنټ او یا د جګړې په ډګر کې غواړي چې د یو بل نه مخکې شي.

" هغوي غواړي بل ته وښیي چې دوي ترې ښه دي. په بلجیم کې جهادي ډلې بیا په انټرنټ کې خپل ځانونه څرګندوي، هغوي د بلجیم په خلاف په فرانسوي او نورو ژبو اخطارونه خپروي او وایي چې مونږ هغه شان عملیات کولی شو لکه څنګه چې په فرانسې کې د شارلې ابدو مجلې په خلاف وشول. "

هغه کسان چې پرون د جمعې په ورځ د پاریس په شاوخوا کې نیول شویدي، په هغوي شک دی چې د سعید کواشي ، شریف کواشي او امدي کولي بیلي سره یې اړیکې درلودې. دغو دریو کسانو تیره اوونۍ په پاریس کې 17 تنه ووژل.

په عین حال کې د امریکا د بهرینو چارو وزیر جان کیري پرون د جمعې په ورځ د شارلي ابدو په مرکزي دفتر او د خوراکي موادو په هغه مارکیټ کې د ګلو ګیډې کیښودې چې تیره اونۍ پکې خلک وژل شوي و. جان کیري د فرانسې ولسمشر ته وویل چې د امریکا ولس د هغوي سره پدې غم او وير کې شریک دي.

چارواکي وایي د استخباراتي ادارو د اشتباهاتو له وجې هغوي ونشو کړای چې د دغو بریدونو مخه ونیسي. ښاغلی ګایدرې یو ځل بیا وایي، هغه اقدامات چې همدا اوس پیل شویدي، ستونزې نشي حل کولی.

" د یهودانو د ښوونځیو او عبادت ځایونو په شاوخوا کې د پوځ ځای پر ځای کول په رواني لحاظ یو ښه اقدام دی ځکه دا کار خلکو ته ډاډ ورکوي چې حکومت د هغوي غم خوري. خو که چیرته بیا دې کار ته د امنیت له پلوه وکتل شي نو ګټور کار ندی ځکه چې جهادي ډلې په پوځ او یهودانو بریدونه کوي او دا پدې معنی چې هغوي کولی شي په یوه وخت کې په دواړو اهدافو یو ځای برید وکړي. "

په فرانسې کې اوس پدې بحث کیږي چې څنګه د نورو بریدونو مخه ونیول شي. یوه غوښتنه دا ده چې په انټرنټ دې څار زیات شي، د پروګرامونو څخه دې د سخت دریزۍ مواد وایستل شي او په هغو ځایونو کې دې د نظم د راوستلو لپاره هلې ځلې زیاتې شي چې خلک یې غریب دي.

XS
SM
MD
LG