د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر اوباما کلنۍ وینا،کورنۍ او بهرنۍ موضوعگانې


ولسمشر اوباما د کابل پر وخت د د چهارشنبې د سهار په ۰۶:۳۰ بجو کانګرس ته خپله وینا واوروي.
ولسمشر اوباما د کابل پر وخت د د چهارشنبې د سهار په ۰۶:۳۰ بجو کانګرس ته خپله وینا واوروي.

په فرانسه کې ترهگر بریدونه او تیره میاشت په استرالیا کې خونړۍ پیښه، د اوکراین او روسیې ترمنځ وسله وال جنجال او په منځني ختیځ کې روان بحرانونه به د امریکا ولسمشر دیته اړ کړې چې نن ماښام کانگرس ته په خپله کلنۍ وینا کې د خپل حکومت بهرنۍ سیاست هم روښانه کړي.

ولسمشر اوباما به نن د سه شنبه ماښام ناوخته، په کلنۍ دودیزه وینا کې د امریکا د اقتصاد د ښه کیدو خبر ورکړي. اوباما به کانگرس ته، چې اکثریت یې د مخالف سیاسي جمهوري غوښتونکې گوند غړې دي، د راتلونکې کال پلانونه وړاندې کړې. ددې وینا د تیاری د پاره، ولسمشر اوباما د ولس سره له نژدې ولیدل او په څو ایالتونو کې یې د خلکو نظرونه واوریدل.

اوباما په ټینیسي ایالت کې خلکو ته اعلان وکړ چې د مستحقو محصلینو د دوه کلن کالج فیس به حکومت ورکوي. په میشیگن ایالت کې یې د فورډ موټرو کارگرانو ته وویل چې د امریکا اقتصاد بیرته په پښو دریدلی دی او د موټرو د صنعت مثال یې ورکړ.

اوباما وایي "ملت ته دغه کلنۍ وینا ماته فرصت راکوي چې د امریکا ولس ته حال ورکړم: اوس چې موږ له بحران څخه راوتلي یو، څنگه دا یقیني کړو چې ددې هیواد ټول اوسیدونکې، په دې مخ پر ودې اقتصاد کې برخه ولري. څنگه مطمئن شو چې ټول خلک هغو وسایلو ته لاس رسی لري، چې د پرمختگ له امکاناتو نه گټه واخلي.

ددې برسیره چې تیر کال د سترو نړیوالو پیښو او ستونزو کال و، د اسلامي دولت د ډلې نه را نیولې په لویدیځه افریقا کې د ایبولا د ناروغی تر خپریدو پورې، خو ولسمشر اومابا خپل اصلي هدف چې د امریکا د منځني طبقې خلکو اقتصادي ښیگنه ده، له پامه ونه غورځوله. په امیریکن پوهنتون کې پروفیسر لیونارډ سټاین هورن وایي ننی وینا به د اوباما د پاتې دوو کلونو بنسټ وي.

پروفیسر لیونارډ زیاته وي "دغه وینا تاریخي کیدلی شي، په دې معنی چې که دی دیته متوجه شي چې په سپینه ماڼی کې یې دوه کاله پاتې دي، او بعد له دورې به یې خلک په څه شي یادوي، یعني څه ډول تاریخ پریښودل غواړي؟

کانگرس د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی او کیدای شي د ولسمشر د هرې غوښتنې هرکلی ونه شي. ولسمشر لخوا په تولیدي صنعت کې د روزگار مواقع پیدا کول، د براډبینډ انترنیټ ساحه غزول او د مستحقو محصلینو د کالج فیس ورکول، کیدای شي ددې پروگرامونو مخالفت وشي، په خاصه توگه که یې د بودیجې د پاره د کانگرس تصویب او تائید ته اړتیا وه.

پخپله ولسمشر اوباما فکر کوې چې تیرو پنځو ویناوو په پرتلې دا ځل ډیر ډاډمن دی. ولسمشر وایي "فکر کوم، د تیرو ویناوو په نسبت، په دې شپږم ځل چې د کانگرس په مخ کې ملت ته وینا کوم، تر پخوا لږ ډیر ډاډه یم. خو په بشړه توگه عادي کیدل، هیڅ امکان نلري. ځیني خاصې ځانگړتیاوې لري.

د بیلگې په توگه، د ننوتلو په وخت کې چې کله ستا نوم اعلانوي، او د کانگرس غړو په منځ کې تیريږي، ددې احساس درکوي چې د ولسمشرۍ مقام ته څومره لوړ امتیاز ورکړل شوي دي.

ولسمشر اوباما هیله من دی چې د جمهو‏ری غوښتونکي اپوزیسیون سره تفاهم ته ورسیږي، خو هوډ یې کړی دی چې په عدم تفاهم په صورت کې خپل اجرائیوي صلاحیتونه وکاروي.

  • 16x9 Image

    ایوب خاورین

    محمد ایوب خاورین د امریکا په نیویارک ایالت کې د سیراکیوز له پوهنتون څخه په نړیوالو چارو او بهرني سیاست کې ماستري اخیستي ده او اوسمهال په واشنگټن کې د امریکا غږ خبریال دی.

XS
SM
MD
LG