د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما وايي پلانونه به یې امریکا خوندي کړي


ولسمشر اوباما د سې شنبې په شپه د امریکا کانګرس ته خپله کلنۍ وینا واوروله
ولسمشر اوباما د سې شنبې په شپه د امریکا کانګرس ته خپله کلنۍ وینا واوروله

ولسمشر اوباما وايي چې پلانونه به یې د امریکا او نړۍ امنیت پیاوړی کړي. هغه وايي چې د غریبو امریکایانو او د منځنۍ طبقې د امریکایانو د اقتصادي وضعیت ښه کولو ته به پام وکړي. د امریکا ولسمشر براک اوباما دغه خبرې په خپلې کلنۍ وینا کې وکړي.

ښاغلي اوباما خپله وینا د امریکا د اقتصادي وضعیت په اړه د څرګندونو نه پیل کړه. هغه د خپل حکومت د اقتصادي لاس ته راوړونو په اړه وویل چې «د امریکا اقتصادي وضعیت ښه شوی، د کارونو د پیدا کولو فرصتونه ډیر شوي او تر بل هر وخت اوس ډیر امریکایان د پوهنتونو نه فارغان کیږي. د شاووخوا ۳۰ کلنو نه ورسته امریکایان اوس د بهرنیانو د تیلو د ولکې نه خلاص شوي دي

په خپلې کلنۍ وینا کې ولسمشر وویل چې په امریکا کې د ۲۰۰۸ کال راهیسې د بې کارۍ کچه تر بل هر وخت راټیټه شوې ده. هغه وویل چې په امریکا کې بې کاري اوس ۵.۶ فیصده ده.

خو هغه دا خبره هم وکړه چې «آیا موږ به داسې اقتصاد ومنو چې زموږ څخه یوازې یو څو کسان پکښې ډیر ښه پرمختګ وکړي؟ يا، آیا موږ به داسې یو اقتصاد ته ژمن وشو چې د عایدات ډیر کړي او هر یوه ته چې کوښښ کوي فرصت برابر شي.»

ولسمشر وویل چې غواړي د امریکا د منځنۍ طبقې اقتصاد ښه شي. هغه وویل چې د منځنۍ طبقې کورنۍ په داسې یو نړۍ کې چې په دوامداره توګه تغیر پکښې راځي باید ځانونه خوندي احساس کړي.

ولسمشر وویل چې په دوو اونیو کې به کانګرس ته بودیجه پشنهاد کړي چې د داسې «نظریاتو» استازیتوب کوي چې «عملي دي، نه ګوندي.»

د مالیې د ډیرولو غوښتنه

ولسمشر اوباما وویل چې په هغو کسانو باندې باید مالیه ډیره شي چې د اسهامو، د ضمانت پاڼو (Bonds) او د کورنو د خرڅولو له لارې ګټه کوي.

ولسمشر اوباما وویل چې «راځئ چې هغو قوانینو ته خاتمه ورکړو چې د نابرابرۍ سبب ګرځي او صرف یو فیصد خلګو ته دا اجازه ورکوي چې د خپلو شتمنیو مالیه ور نه کړي.»

هغه وویل «موږ کولای شو چې په دغو پيسو د کورنیو سره مرسته ورکړو چې ماشومانو ته یې صحې پاملرنه وشي او یا هم خپل ماشومان پوهنتونو ته واستوو.»

په کانګرس کې د ولسمشر اوباما ځینو مخالفو غړو ویلي دي چې د مالیې ډیرول به د امریکا د اقتصاد، چې د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد دی، په زیان تمام شي.

ملي امنیت ته توجه

ولسمشر اوباما دا څرګنده کړې ده چې د امریکا د وسله والو قواوو د عالی سرقوماندان په توګه لومړنۍ وظیفه یې د امریکا خوندیتوب دی.

ولسمشر اوباما وویل: «موږ هغه مهال تر ټولو ښه مشرۍ کولای شو چې خپل پوځي قوت او قوي ديپلوماسي سره یو ځای استعمال کړو؛ هغه وخت چې خپل قوت د ایتلافونو د جوړولو سره زیات کړو. . . .»

ولسمشر اوباما وویل چې د امریکا اقداماتو په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت د ډلې د پرمختګ مخه نیولې ده.

هغه په خپلې کلنۍ وینا کې زیاته کړه چې «د دې پر ځای چې په منځني ختیځ کې په یوې بلې جګړې کې راګیر شو، موږ د یو پراخ ایتلاف مشري کوو، چې پکښې عربي هیوادونه هم شامل دي. دغه ایتلاف د دغه تروریستي ډلې د ضعیفه کولو او په نهایت کې له منځه وړلو لپاره جوړ شوی دی.»

ولسمشر اوباما وویل چې امریکا په سوریې کې د منځلارو مخالفینو حمایت کوي. هغه زیاته کړه چې د اسلامي دولت په خلاف هڅې وخت او توجه ته ضرورت لري. هغه دا هم وویل چې «موږ به بریالي شو.»

ولسمشر په کانګرس غږ وکړ چې «نړۍ ته دا وښيي چې موږ په خپل ماموریت کې یوموټي يو او داسې لایحه تصویب کړي چې د اسلامي دولت په خلاف د قوې نه د کار اخیستلو واک ورکړي.»

ولسمشر اوباما په اوکراین کې ناامنیو ته هم اشاره وکړه. هغه وویل چې په اوکراین کې د روسیې د مداخلې سره مخالفت کوي او په روسیې باندې لګیدلي بندیزونه د روسیې اقتصاد ته تاوان رسولی دی.

ولسمشر اوباما وویل چې د دې پر ځای چې امریکایان د افغانستان په کلیو او درو کې ګزمې وکړي، امریکایانو د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزل، چې اوس د امنیتي چارو مشري کوي. هغه وویل چې «موږ د خپلو عسکرو د قربانیو نه د درناوی په توګه په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د قدرت د دیموکراتیک انتقال ملاتړ وکړ.»

د سایبري بریدونو سره مقابله

د امریکا ولسمشر اوباما د انټرنیتي امنیت په اړه وویل چې «هیڅ هیواد او هیڅ هکر» باید د دې توان و نه لري چې انټرنیټي شبکې بندې کړي، د تجارت په اړه محرم اسناد تر لاسه کړي او یا هم د امریکايانو د کورنیو او ماشومانو شخصي معلومات غلا کړي.

ولسمشر اوباما دغه خبرې د امریکا کانګرس ته په خپلې کلنۍ وینا یا سټېټ آف د یونین کې وکړي.

ولسمشر اوباما وویل چې حکومت به یې دا اطمیناني کړي چې د سایبري بریدونو د ګواښ سره د مقابلې لپاره استخباراتي معلومات راغونډ شي. هغه وویل داسې لکه د تروریزم سره د مقابلې لپاره چې امریکا اقدامات کړيدي.

ولسمشر په کانګرس غږ وکړ چې «هغه لایحه تصویب کړي چې موږ ورته اړتیا لرو ترڅو د سایبري بریدونو مخه ونیسو، د حسابونو د غلا کولو سره مقابله وکړو، او د خپلو ماشومانو معلومات خوندي کړو.»

هغه خبرداری ورکړ چې که چیري کانګرس اقدام و نه کړي نو «موږ به خپل ملت او خپل اقتصاد د خطر سره مخامخ کړو.» هغه زیاته کړه چې «که چیري موږ اقدام وکړو، نو موږ به خپله ټکنالوجي خوندي کړو چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې خلګو ته د فرصتونو زمینه برابره کړې ده.»

د جمهوري غوښتونکو ځواب

د امریکا په سنا کې جمهوري غوښتونکې سناتوره، جاني ارنسټ وویل چې نوی کانګرس به، چې د دې ګوند یې کنټرولوي، د امریکایانو تشویشونو ته توجه وکړي. هغې وویل چې د نوي کانګرس په اقداماتو کې به د وظایفو پیدا کول او د اوباما د صحې پروګرام لغوه کول شامل وي.

ارنسټ چې د اوباما د کلنۍ وینا په ځواب کې یې خبرې کولې وویل چې کانګرس د کلنو راهیسې د داسې یو «جامد ذهنیت» سره کار کوي چې «سیاست کوي او جدي حلارې» نه وړاندې کوي.

سناتورې جاني ارنسټ دا خبره تکرار کړه چې جمهوري غوښتونکي هیله لري چې د امریکا د فدرالي حکومت لګښتونه کم کړي، بودیجه متوازنه کړي، او په عین حال کې په نړۍ کې د امریکا اقتصادي فعالیتونه هم پراخه شي.

اغلې ارنسټ وویل چې کانګرس په هغو لارو چارو باندې کار کوي چې د تروریزم سره څنګه مقابله وشي، د سایبري بریدونه مخه څنګه ونیول شي او ایران څنګه د اټومي وسلو د جوړولو نه راوګرځول شي.

XS
SM
MD
LG