د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګه اوو نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي


 دولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي له ولسمشر نه یې غوښتي چې د رد شویو کسانو پر ځای دې نوي کسان وروپېژني.
دولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي له ولسمشر نه یې غوښتي چې د رد شویو کسانو پر ځای دې نوي کسان وروپېژني.

د افغانستان ولسي جرګې هغه اووه نوماند وزیران رد کړل چې د افغانستان سربیره د بل هېواد تابعیت لري.

د افغانستان بانک ریاست ته نومول شوی رئیس هم رد شوی دی.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، عبداقادر ځاځي وویل چې په دغو کسانو کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو نوماندان صلاح الدین رباني او نورالحق علومي هم شته. دغه دواړه د اجرايي ریس عبدالله عبدالله له لوري نومول شوي وو.

ښاغلي ځاځي د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د دغو کسانو نومونه جمهوري ریاست ته استولي او له ولسمشر څخه یې غوښتي چې نوي کسان وروپېژني.

له ښاغلي ځاځي سره د امریکا غږ د خبریال اکرام شینواري مرکه دلته واورﺉ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG