د لاس رسي وړ اتصالات

مندوخیل:د ګوادر او کاشغر سړک دې د پښتنو او بلوڅو په سیمو تیر شي


د پاکستان د مشرانو د جرګې غړی، سناتور همایون خان مندوخیل
د پاکستان د مشرانو د جرګې غړی، سناتور همایون خان مندوخیل

د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي ګودر «پاکستان- چین اکنامیک کوریډور«په نامه د بلوچستان صوبې ګوادر بندر ته له چینه د سوداګریزه توکیو رسولو لپاره پر یوې اوږد مهالې پروژې به په راتلونکې شپږ کلونو بشپړه شي. خو واکمن د مسلم لیګ گوند اوسنی وفاقي حکومت غواړي چې له چینه راغځېدونکي دغه لوی سړک مخه د پنجاب صوبې موټروي یا لوي لاری ته ورواړوي او له هغه ځایه یې ګوادره ته وغځوي.

د چین حکومت او بانکونه به چینې شرکتونو ته شاوخوا ۴٦ میلیاردهډالر پور ورکړي چې په پاکستان کې په راتونکو شپږو کلونو کې د انرژۍ پروژې تطبیق کړ ي او د تاسیسات به جوړکړي.

د رویټرزخبری ا‏ژانس د راپور پر اساس چین ژمنه کړې چې ٣۴ میلیارده امریکایي ډالر به د انرژۍ په مختلفو پروژو پانگه اچونه وکړي او د ١١ ملیارده ډالرو په ارزښت به په پاکستان کې تاسیسات جوړوي.

د بلوچستان ایالت د ګوادر نوي جوړ شوي بندر
د بلوچستان ایالت د ګوادر نوي جوړ شوي بندر

د پاکستان صدراعظم نوازشریف پروسږکال د نومبر په میاشتي کې چین ته پخپل رسمي سفر کې ٢٠ موافقي لاسلیک کړې چې پکښې د ٦٢٢ میلیونه ډالرو د ژورو اوبو د گوادر بندر پروژه هم شامله وه چې چین یی چاری پرمخ وړي.

پدغو پروژو کې به یوه هم د چین د سنکیانگ ایالت د کاشغر څخه د پاکستان د لارې د بلوچستان ایالت د گوادر بندر پورې یوه لویه لار جوړه شي چې څلور لاینونه به ولري. چین غوښتل دغه سړک د کاشغر څخه د خیبر پښنونخوا دلارې د بلوچستان ایالت د ګوادر بندر ته ورسوي ځکه چې دا تر ټولو لنډه لار ده.

خو څه موده وړاندې دا سې رپوټونه خپاره شول چې گواکې د پاکستان حکومتد دغه سړک د تیریدو لار بدله کړې. د پاکستان حکومت په پلان کې لري چې دا سړک دې د پنجاب او سند ایالتونو د لارې تیر شي.

د پاکستان د سنا یو شمیر غړیو د حکومت پدې پریکړې انتقاد کړی او غوښتنه لري چې پدې پروژې کې دې پښتنو او بلوڅانو ته پوره حق ورکړل شي. د مشرانو په جرګې کې د مخابراتو د کمیټې غړي انجینر همایون خان مندوخیل د آشنا رادیو د همکار خلیل خان سره پدې اړه خبرې کړیدي چې دلته یې اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:02 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG