د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په هند کې څلور میلیارده ډالره پانګونه کوي


د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ د تجارت په اړه په یو کنفرانس کې ګډون وکړ.

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ د تجارت په اړه په یو کنفرانس کې ګډون وکړ.

د امریکا ولسمشر براک اوباما ژمنه وکړه چې امریکا به په هند کې د څلورو میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګه واچوي.

ولسمشر اوباما وویل چې د هند او امریکا ترمنځ د تجارت د زیاتیدو امکانات شته. خو هغه وویل چې تراوسه د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د تجارت د بلقوه امکاناتو نه پوره ګټه نه ده اخیستل شوې.

د امریکا ولسمشر هند ته د خپلو سفر په دوهمه ورځ، د دوشنبې په ورځ د تجارت په اړه په یو کنفرانس کې وویل چې تر اوسه لا د دواړو هیوادونو ترمنځ د موافقو د بشپړولو په برخې کې دیر خنډونه شته.

د تجارت په دغه کنفرانس کې د امریکايي او هندي شرکتونو مشرانو برخه اخیستې وه.

د امریکا ولسمشر وویل چې د امریکا او هند ترمنځ د تجارت ارزښت د کاله ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي چې دغه د امریکا او چین ترمنځ د تجارت د پنځمې حصې نه هم کم دی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي ژمنه وکړه چې هیواد به یې اصلاحات راولي. هغه وویل چې په تجارت باندې به مالیې کمې کړي او هغه موانع به لېري کړي چې د بهرنيو شرکتونو مخه نیسي چې په هند کې پانګه واچوي.

نړیوال بانک ویلي دي چې د کاروبار د آسانۍ په برخې کې هند یو له هغو هیوادونو نه دی چې تجارت پکښې ډیر مشکل دی.

د هند صدراعظم بیا ژمنه کړې ده چې په هند کې به بهرنیانو ته کاروبار یا تجارت آسانه کوي.

د دوشنبې د ورځې په سهار، د هند د جمهوریت د ورځې مراسم ترسره شول. په دغو مراسمو کې د امریکا ولسمشر ځانګړی میلمه و.

په مراسمو کې په زرګونو هندي پوځیانو رسم ګذشت وکړ. په دغه ورځ په ۱۹۵۰ کال کې د هند اساسي قانون نافذ شو.

په پلان کې و چې ولسمشر اوباما به د خپل سفر په دریمه ورځ، یانې سې شنبې ته، تاج محل ته تللی وای خو اوس به هغه سعودي عربستان ته پرواز وکړي او هلته به د پاچاعبدالله د مړني له امله د هغه کورنۍ ته تسلیت ورکړي.

XS
SM
MD
LG