د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ نړیوالو ته د افغانستان یو بل تصویر وړاندې کړ


د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي، د خپل هېواد له سفیر او اسټرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره ولاړ دي.

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي، د خپل هېواد له سفیر او اسټرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره ولاړ دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر نصیراحمد اندیشه وايي چې د کرېکټ اتلانو د افغانستان یو ښکلی تصویر نړیوالو ته وړاندې کړیدی.

د افغانستان کرېکټ ملي ټیم د کرېکټ د یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو په جام کې د گډون دپاره اسټرالیا او نیوزلینډ ته ځي.

د کرېکټ د لوبغاړو د ورتگ نه مخکې په دغو هیوادونو کې میشت افغانانو او د افغانستان سفارت ورته د هرکلي او ملاتړ دپاره هلې ځلې پیل کړیدي.

افغان لوبغاړي محمد نبي عیسي خیل او سمیع الله شینواری د اسټرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې او په دغه هېواد کې له افغان سفیر نصیر احمد اندېشه سره ولاړ دي.

افغان لوبغاړي محمد نبي عیسي خیل او سمیع الله شینواری د اسټرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې او په دغه هېواد کې له افغان سفیر نصیر احمد اندېشه سره ولاړ دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر ښاغلي اندیشه د امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې دوی په اسټرالیا کې کمپاین پيل کړی چې دغلته مېشت افغانان د خپلو اتلانو د ملاتړ او تشویق لپاره راټول او وهڅوي.

هغه وايي چې د افغانستان سفارت د رسنیو د لارې هم د اسټرالیا د خلکو سره په تماس کې دی او د افغانستان د کرېکټ د ملي ټیم د راتگ نه په گټې اخیستو سره د افغانستان دپاره د ډیپلوماتیکو گټو د پاره کار هم کوي.

ښاغلي اندېشه وايي ډېرو افغانانو وار د مخه د افغانستان د سیالیو لپاره ټکټونه اخیستي دي.

XS
SM
MD
LG