د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د اجرايي رئیس د دفتر بودیجه ونه منله


د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان کلنۍ بودیجه تصویب کړه.
د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان کلنۍ بودیجه تصویب کړه.

قانون جوړونکو د څه باندې ۴۳۶ میلیارد افغانیو بودیجه تصویب کړه خو د اجرایي ریاست لپاره ځانګړې شوې بودیجه یې وځنډوله او د پخواني ولسمشر د سلاکارانو امتیازونه یې رد کړل.

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۴ لمریز کال لپاره د افغانستان ملي بودیجه له یو لړ بدلونونو وروسته، تصویب کړه.

ټوله بودیجه څه باندې ۴۳۶ میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۷ میلیارد امریکايي ډالره) کیږي چې ستره برخه یې د هېواد امنیتي لګښتونو ته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان ملی بودیجه په دوو برخو ویشل شوې ده. څه باندې ۲۸۳ میلیارد افغانۍ عادي بودیجې او ۱۵۵ میلیارد افغانۍ پرمختیايي بودیجې ته ځانګړي شوي دي.

د بودیجې ډیره برخه له بهرنېو مرستو سرچینه اخلي خو اټکل کیږي چې د افغانستان د کورنېو عوایدو کچه به هم تر یو میلیارد ډالر لوړه وي.

اجرائیه ریاست

ولسي جرګې د چهارشنبې په غونډه کې د حکومت د اجرايي رئیس د دفتر لپاره بیله شوې بودیجه وځنډوله.

د جرګې استازو وویل چې تراوسه یې د دغه ریاست اداري تشکیل تصویب کړی نه دی، نو ځکه یې بودیجه نشي تصویبولاې.

د ولسي جرګې منشي، سید اکرام وویل د قانون له مخې د هرې ادارې مالي بودیجه د اړوندې ادارې له اداري تشکیل وروسته، تصویبیږي.

ښاغلي اکرام د امریکا غږ اشنا راډیو ته " د اجرايي ریاست لپاره ۱۶۵ میلیونه افغانۍ کلنۍ بودیجه ټاکل شوې وه چې جرګې وځنډوله. "

ده وویل همدا چې ولسي جرګه د اجرايي ریاست تشکیل تصویب کړي، د بودیجې پر تصویبولو به هم خبرې او غور وکړي، خو لا معلومه نه ده چې د اجرایي ریاست تشکیل به کله ولسي جرګې ته وړاندې شي.

د افغانستان د ملي یوالي حکومت اجرايي ریاست د ولسمشر غني د فرمان له مخې رامنځته شوې دی.

د پخواني ولسمشر سلاکاران

په همدې حال کې ولسي جرګې د پخواني حکومت وزیرانو او د نورو لوړ پوړیو چارواکو د معاشونو لپاره ځانګړې شوې بودیجه هم رد کړه.

د جرګې لومړي منشي سید اکرام امریکا غږ ته وویل " دا د ۱۲۰ میلیونه افغانیو بودیجه وه چې د پخوانیو وزیرانو، مشاورینو او نورو مستقلو ریسانو ته تر پنځو کلونو لپاره د هغوی د معاشونو ۸۰ فیصده ورکوله، دا فرمان ولسمشر کرزي ورکړی وی، چې د اساسي قانون خلاف کار و او موږ هم دغه بودیجه رد کړ."

د تصویب شوې بودیجې ۴۴.۱ فیصده د امنیتي او ۱۴،۲ فیصده یې د بیخ بنايي پروژو لپاره ځانګړې شوي دي.

د افغانستان کلنۍ بودیجه تر ډېره په نړیوالو مرستو ولاړه چې د ښاغلي اکرام په خبره، د انکشافي برخې ۷۰ فیصده یې نړیوال ورکوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG