د لاس رسي وړ اتصالات

د توغندیو په ډزو کې دوه اسرائیلي عسکر وژل شوي دي


د چهارشنبې په روځ د لبنان سرحد ته نږدې د اسرائیلو د پوځ په موټرو باندې د توغندیو برید وشو

د چهارشنبې په روځ د لبنان سرحد ته نږدې د اسرائیلو د پوځ په موټرو باندې د توغندیو برید وشو

د لبنان د حزب الله او اسرائیلو د پوځ ترمنځ د توغندیو د ډزو په تبادله کې دوه اسرایلي عسکر او د ملگرو ملتونو یو عسکر وژل شوي دي.

د توغندیو د ډزو په تبادله کې چې د سوریې او لبنان د سرحد سره نژدې وشوې دوه اسرائیلي عسکر او په جنوبي لبنان کې د ملگرو ملتونو د سولي ساتو ‎قواوو یو غړی وژل شوی دی. په برید کې اووه اسرائیلي عسکر زخمي شوي هم دي.

اسرائیلو وايي چې هغه کسان چې د اسرائیلو د پوځ په موټرو د توغندیو وژونکی برید کړی د خپل عمل «بشپړ قیمت به ادا کړي.»

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغوی به چي د اسرائیلو د پوځ د موټرو په یوه کتار باندې یې د توغندیو وژونکی برید کړی، د برید « بشپړ قیمت ادا کړي.»

اسرائیلو د دې حملې ملامتي په لبنان کې دیره د حزب الله په ډلې باندې اچولې ده.

ښاغلي نتانیاهو پرون د اسرائیلو د کابینې یوې غونډې ته وویل چې ایران د حزب الله د ډلې نه د دې د پاره کار اخلي چې د سوریې د گولان په غونډیو کې یوه بله « تروریستي جبهه» پرانیزي.

د اسرائیلو صدراعظم خپلې کابینې ته وویل چې« د لبنان حکومت او د سوریې د ولسمشر اسد رژیم په اسرائیلو باندې د دې حملو په مسئولیت کې شریک دي، ځکه چې دا حملې د دوی د خاورو نه په اسراېیلو باندې شوي دي.

د ملگرو ملتونو د سولې ساتو قواوو په وینا شپږ راکټونه د لبنان د یوه کلي نه په اسرائېلو باندي وار شول چي د اسرائیلو له خوا یې جواب ورکړل شو.

ټاکل شوې وه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د چهار شنبې په ورځ غونډه وکړي او د دې پېښو په اړه بحثونه وکړي.

XS
SM
MD
LG