د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په هوايي ډگر کې درې امریکايي قراردادیان وژل شوي


د امریکا د دفاع د وزارت په دریو قراردادیانو باندي چې د افغانستان د هوایي قواو د غړو د روزني چاري ورپه غاړه وې، پرون د پنجشنبې په ورځ د کابل په هوایي میدان کې ډزي شوي او وژل شوي دي. د اردو منابعو ویلي دي چې هغه یوه « خپل منځي حمله وه.»

د دې حملې په اړه جزئیات لا پوره نه دي معلوم.

په تیرو وختونو کې هم افغانانو په عسکري جامو کې په خپلو امریکایي نظامي همکارانو باندي ډزي کړي دي. د تیر کال د اگست په میاشت کې یوه افغان عسکر په امریکایي تورن جنرال باندي ډزي وکړې او ویې واژه.

له بلي خوا د پنجشنبې په ورځ یوه ځانمرگه بم چونکي د افغانستان په ختیځ کې د جنازو د اخیستلو په وخت د خلکو په منځ کې خپل بم وچاوه، ١٦ کسه یې ووژل او په لسگونو نور یې زخمي کړل.

پرون یوه ځانمرگه بم چونکي د افغانستان په ختیځ کې د جنازو د اخیستلو په وخت د خلکو په منځ کې خپل بم وچاوه، ١٦ کسه یې ووژل او په لسگونو نور یې زخمي کړل.
پرون یوه ځانمرگه بم چونکي د افغانستان په ختیځ کې د جنازو د اخیستلو په وخت د خلکو په منځ کې خپل بم وچاوه، ١٦ کسه یې ووژل او په لسگونو نور یې زخمي کړل.

یوه محلي چارواکي وویل چې دا حمله د لغمان د ولایت په میترلام کې هغه وخت وشوه چې د پولیسو د یوه قوماندان او نورو درو تنو جنازې اخیستل کیدې. هغوی د پنجشنبې د ورځي سهار د سړک دغاړي د بم په چاودنه کې وژل شوي وو.

د دغو حملو په اړه چا څه نه دي ویلي چې چا کړي دي.

XS
SM
MD
LG