د لاس رسي وړ اتصالات

نظر پوښتنه: افغانان د نوي حکومت نه راضي دي


د سروې نه دا هم معلومه شوې چې خلک د تیر وخت نه اوسني وخت ته ډیر خوشاله دي
د سروې نه دا هم معلومه شوې چې خلک د تیر وخت نه اوسني وخت ته ډیر خوشاله دي

تازه سروې نه معلومه شوې چې په افغانستان کې خلک په زیات اکثریت سره د نوي حکومت د کارونو ملاتړ کوي او داسې بریښي چې دوي د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه خپل شکونه یو خوا ته ایښي او مخکې تگ ته لیواله دي.

د اکسر د څیړنو مرکز دغه سروې کړیده او د ډي تري د سیسټم په نوم ادارې لخوا خپره شویده . دا سروې اصل کې د افغانستان د اینده په نوم د سروې گانو د لړیو یوه برخه ده چې پکې د اتلسو نه تر څلور دیرشو کالو تر عمرونو پورې د ٢٠٥١ افغانانو سره مرکې شویدي. دغه سروې چې د کال ٢٠١۴ د نومبر په میاشت کې شویده ،اوس ېې رسنیو ته وړاندې کړیده.

د اکسر د سروې مرکز مشر میتهیو ورشا د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې دغه سروې په اصل کې د افغانانو د عمومي فکر استازیتوب کوي.

هغه وايي«زه فکر کوم چې دا سروې د افغانستان د خلکو د زړه خبره کوي. موږ د افغانستان ټولو ولایتونو ته لاړو، زیات شمیر خلکو سره مو ولیدل، په پښتو او دري ژبو مو پوښتنې وکړې. نو دا سروې په یو معنا نړۍ ته د افغانانو د زړه حال او فکر رسوي .

د سروې مهم ټکی دا دی چې افغانان په اکثریتي ډول د خپل نوي دولت ملاتړ کوي او داسې بریښي چې دوي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د درغلیو په وجه راپیدا شوي شکونه یوخوا ته ایښي او مخکې تگ ته متوجې دي.

په سلو کې اووه اتیا د ولسمشر اشرف غني او اجرایوی ریس ډاکټر عبدالله په شراکت د نوي ملي وحدت د حکومت طرفداري کوي
په سلو کې اووه اتیا د ولسمشر اشرف غني او اجرایوی ریس ډاکټر عبدالله په شراکت د نوي ملي وحدت د حکومت طرفداري کوي

د سروې په اساس یوازې ۴۴ سلنه دا باور لري چې انتخابات آزاد او شفاف وو. همدا راز په سلو کې اووه اتیا د ولسمشر اشرف غني او اجرایوی ریس ډاکټر عبدالله په شراکت د نوي ملي وحدت د حکومت طرفداري کوي. په سروې کې یو شمیر نورو مسلو په اړه هم پوښتنې شویدي چې هغې کې د امنیت مسله، د کوکنار د کر زیاتیدل شامل دي ،چې خلک ېې یو څه پریشانه کړي. خو په مجموع کې خلک د ژوند نه راضي ښکاري او د راتلونکې ته خوشبینه ده.

ښاغلی میتهیو ورشا وايي چې د دې سروې مهمه خبر دا ده چې دا د نورو سروې گانو په پرتله دا ځانگړتیا لري چې دا د انتخاباتو نه پس د نوي حکومت د تشکیل او د امریکا او افغانستان ترمنځ د شوي دوه اړخیز امنیتي تړون په تعقیب ترسره شویده.

هغه زیاتوي «افغانان په مجموع کې د نوي حکومت راتگ ته خوشبینه دي، خو دوي سره چې انتخاباتو کې کومې وعدې شوې وې،د هغو په سمدستي نه پوره کیدو مایوسه هم دي. نو که چرې نوی حکومت د خپلو په توقعاتو پوره ونه خیژي نو دا اوس چې کومه هیله مندي موجوده ده دا به هم ختمه شي.

همدا شان د ولسمشر اشرف غني واک ته رسیدو په اړه هم پوښتنه شوې چې ایا دا کار په قانوني توگه شوی که نه ،نو څلور اتیا فیصده وايي چې بلکل په قانوني توگه واک ته رسیدلی
همدا شان د ولسمشر اشرف غني واک ته رسیدو په اړه هم پوښتنه شوې چې ایا دا کار په قانوني توگه شوی که نه ،نو څلور اتیا فیصده وايي چې بلکل په قانوني توگه واک ته رسیدلی

دې سروې د خلکو نه په مختلفو مسلو پوښتنې شویدي. چې اوله پوښتنه پکې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د شفافیت په اړه ده. ځواب کې ېې سلو کې ۴۴ ېې شفافیت شاهدي وايي او نور ورباندې شکي دي.

همدا شان یو پوښتنه پکې د انتخاباتو د لومړو مخکښو کاندیدانو ترمنځ د واک د ویش په اړه شویده .چې هغه هم یوازې سلو کې ١٢ رد کړیده او ٨٧ ېې ملاتړ کوي.

همدا شان د ولسمشر اشرف غني واک ته رسیدو په اړه هم پوښتنه شوې چې ایا دا کار په قانوني توگه شوی که نه ،نو څلور اتیا فیصده وايي چې بلکل په قانوني توگه واک ته رسیدلی. همداشان د ډاکټر عبدالله په واک کې شاملیدو په اړه هم پوښتنه شوې نو سلو کې ٧٨ وايي چې ډاکټر عبدالله هم په مشروع ډول واک کې راغلی. په مجموع کې سلو ٧٦ د انتخاباتو د مجموعي نتیجې نه راضي دي.

د سروې کونکې ادارې اکسر مشر میتهیو ورشا په مرکه کې یوه مهمه خبر دا کړیده چې د سروې نه دا هم معلومه شوې چې خلک د تیر وخت نه اوسني وخت ته ډیر خوشاله دي، د طالبانو نه ېې زیات خپل اوسنۍ دولت خوښ دی او غواړي چې د وسله والو مخالفینو سره یوه روغه جوړه وشي او خلک یو نوي او روښانه مستقبل په لور گامونه واخلي.

XS
SM
MD
LG