د لاس رسي وړ اتصالات

زرگونو افغان ماشومانو په اروپا کې پناه غوښتې


افغان ماشومان

افغان ماشومان

د یو این ایچ سي ار او د افغانستان د څېړنې او ارزونې د واحد په یوه تحقیق کې راغلي چې دغه ماشومان د فقر، بې کارۍ او نا مطمئینې ایندې له امله په غیری قانوني ډول مهاجرت کوي.

دا تحقیق وايي، چې دا ماشومان له سختو خطرونو سره مخ دي.

د یو این ایچ سي ار شمېرنې ښيي، چې د ۲۰۱۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۱۹۰۰۰ پورې افغانانو په څلور څلوېښتو هیوادونو کې پناه غوښتې، چې ددغه شمېر زیاته برخه ماشومان تشکیلوي.

په ۲۰۱۳ کال کې اتلس زره او پنځه سوه افغانانو په پرمختللو هیوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې له دغه شمېر ۳۵۹۵ یې ماشومان دي، په ۲۰۱۲ کال کې بیا د هغو ماشومانو چې په قاچاقي ډول اروپا ته وړل شوي، شمېر ۵۷۰۰ وو.

پدغه تحقیق کې راغلي، د تلوونکو ماشومانو عمرونه له اوو نه تر دیارلسو پورې دي، تحقیق لاملونه څېړلي، چې ولې دا ماشومان یا کورنۍ یې زړه ښه کوي، ترڅو د قاچاقبرو په لاس خپل بچي په مرګوني لار ولیږي.

په افغانستان کې د یو این ایچ سي ار ویاند ددغه تحقیق د خپرولو په مهال خبریالانو ته وویل په تحقیق کې بې کاري او ناامني لوی لاملونه یاد شوي دي، هغه وویل
‪"‬پر یوې روښانې راتلوونکې د باور نه شتون، د ماشومانو د زده کړو د زمینې د برابرېدو نه شتون، د کار نه شتون، ټولنیزو اسانتیاوو ته نه لاس رسی ددغه کار عمده لاملونه دي.‪"‬

تحقیق له ۶۸ کورنیو سره په مرکو ولاړ دی، ننګرهار او کابل هغه ولایتونه یاد شوي، چې غیر قانوني تلوونکي زیات لري، برعکس یې بیا بامیان او پکتیا ښودل شوي.

تحقیق هم وايي، تلوونکي ماشومانو نه هر ډول ګټه اخېستل کیږي، جنسي او فزیکي تېري هم پکې شامل دي.

د افغانستان د ارزونې او څېړنې د واحد مرستیال میر احمد جوینده وویل
‪"‬د سفر په اوږدو کې له ګڼو خطرونو سره مخ کیږي، قاچاقبر یې ځوروي، وهل کیږي، شکنجه کیږي، بد حالت پرې راځي، حتی فزیکي او جنسي تیریو سره هم مخ کیږي.‪"‬


عبدالحلیم او نور محمد هم له هغو دوو کسانو دي، چې د قاچاقبرو په مرسته یې غوښته اروپا ته لاړ شي، خو د یونان په اوبو کې نیول شوي وو.

دوی وویل‪"‬ قاچاقبر سخت بد چلند کوي.‪"‬

یعقوب شاه یو له هغو ځوانانو دی، چې په ماشومتوب کې درې وارې اروپا ته د تګ لپاره یې په غیر قانوني ډول هڅه کړې ده، دوه وارې له ترکیې او یو وار له یونان بېرته را شړل شوی دی، خو یعقوب شاه اوس له تګ پښیمان دی.

هغه وویل ‪"‬سخت پښیمان یم لاړ نه شئ.‪"‬

عام افغانان بیا وايي، زیاتره کورنۍ داسې خطر ته پدې زړه ښه کوي، که بچي یې صنعتي هیوادونو ته لاړ شي، نو ژوند به یې بسیا شي.

د کابل ښار اوسېدونکي نور اغا وویل ‪"‬عمده علت دلته بې کاري ده.‪"‬

تېر کال د هغو کسانو جسدونه هم راوړل شول، چې له ترکیې یونان ته په اوښتو په اوبو کې ډوب شوي وو، د مدیترانې دا اوبه هغو ته چې په قاچاقي ډول غواړي اروپا ته لاړ شي، مرګونې بحیره ګڼل کیږي، ځکه دا مزل له افغانستان، بیا ایران، ترکیه، یونان او بیا په اروپا ختمیږي

XS
SM
MD
LG