د لاس رسي وړ اتصالات

د الجزیرې د خبریال خوشي کول او د مصر او قطر اړیکې


استرالیايي ژورنالست پیټر ګرستي د خپل مور او پلار سره
استرالیايي ژورنالست پیټر ګرستي د خپل مور او پلار سره

د مصر حکومت د الجزیرې یو نیول شوی خبریال خوشي کړ. د چارو ځینې کارپوهان وايي چې داسې معلومیږي چې د مصر او قطر ترمنځ روبط ښه شويدي.

د الجزیرې خبریال پیټر کرسټي د مصر د ولسمشر د هغه فرمان په اساس خوشي شو چې د مصر څخه د بهرني جنایتکاران د ایستلو امرکوي.

خو په مصر کې، د پيټر کرسټي دوه ملګري خبریالان او شاووخوا ۱۱ نور ژورنالستان لا په بند کې دي.

د امریکا غږ خبریال هینري ریجویل په خپل رپوټ کې وايي چې په اصل کې دغه ژورنالستان د اخوان المسلمین د رول په اړه د قطر او مصر ترمنځ د قدرت پر سر د اختلافاتو قرباني شوي دي.

د ۲۰۱۳ کال د دیسمبر په میاشتې کې د الجزیرې د تلویزون درې ژورنالستان، چې پیټر ګرستي هم پکښې شامل و، ونیول.

د الجزیرې دغه خبریالانو په مصر کې د حکومت په خلاف د مظاهرو په اړه رپوټونه برابرول.

خو د دغه خبریال خوشي کیدل باید په مصر کې د بشري اساسي حقوقو نه پر سرغړونو باندې پرده وانچوي.

د بخښنې د نړیوال سازمان مشر نیکولاس پياچاود وویل چې «په دغه شیبې کې په مصر کې د بیان د آزادۍ وضعیت خراب دی. دغه قضیه صرف یوه نمونه ده. موږ ۴۰ زره کسان، فعالین، لرو چې باور کیږي چې د مخالفینو د ځپلو په لړ کې بندیان شويدي.»

قطر او مصر

د الجزیرې تلویزون ته قطر پیسې ورکوي او قطر د اخوان المسلمین ملاتړ کوي.

په مصر کې پوځ د اخوان المسلمین په مشرۍ حکومت په ۲۰۱۳ کال کې لېري کړ.

په قطر کې د Royal United Services د انستیتوت مشر مایکل سټیفن وایي چې په مصر کې د ۲۰۱۳ کال د کودتاه نه ورسته، د قاهرې او دوحې ترمنځ د قدرت جګړه پيل شوه.

سټیفن وویل «دغه درې خبریالان په اصل کې د یوې لویې لوبې قربانیان وو. او زه فکر کوم چې دا ډیره روښانه ده چې د الجزیرې تلویزون ته په مصر کې د قطر د یوې وسیلې په توګه کتل کیږي.»

د پیټر ګریستي خوشي کول د دوو سیالو هیوادونو ترمنځ په دې ورستیو میاشتو کې د روابطو د ښه کیدو استازیتوب کوي.

سټیفن وايي د دوی ترمنځ منځګړتوب سعودي عربستان کړی دی.

سټیفن وویل چې «دغه دوه په یو ډول مجبوره شول چې هڅه وکړي او خپل اختلافات سره حل کړي، مجبوره شول چې سازش وکړي.»

په سیمې کې د اسلامي دولت د ډلې د فعالیتونو زیاتیدل د دې سبب شول چې د سیاسي اسلام په خلاف د مصر د ولسمشرعبدالفتاح السیسي سخت دریځ دې نړیوال ملاتړ خپل کړي.

سټیفن وویل چې «هغه خلګ چې سکولر ارزښتونه خوښوي، په تیره په غربي نړۍ کې، دوی به اوس په دې فکر کې ولویږي چې السیسي یو لوی اصلاح غوښتونکی کس دی. . . . نو زه فکر کوم چې قطر به یو لږ ځان تر فشار لاندې وویني.»

د اخوان المسلمین په اړه دریځ

د اخوان المسلمین په مقابل کې د مصر سخت دریځ د شنبې په ورځ لا واضح شو. د دوشنبې په ورځ، محکمې د اخوان المسلمین د هغو ۱۸۳ مشکوکو غړو ته د مرګ د سزا تایید وکړ چې ورباندې اتهام لګول شوی چې د پولیسو خلاف یې بریدونه کړي وو.

د بخښنې د نړیول سازمان کارکوونکی نیکولاس وايي چې محاکمه غیرعادلانه وه.

نیکولاس وویل چې «دغه د شرم ډکه پریکړه وه. دغه یوه بله نښه ده چې د مصر جنایي سیستم د کنټرول نه وتلی دی. موږ تر ۴۰۰ ډیر کسان درلودل چې په دغسې ډله ییزه محاکمو کې ورته د مرګ سزا اورول شوې ده.»

په عین وخت کې، پیټر ګرسټي ژمنه کړې ده چې د خپلو همکارانو د خوشي کولو لپاره به نه ستړی کیدونکی کار وکړي.

XS
SM
MD
LG