د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او امریکا نوې ملګرتیا او د چین اندیښنې


د امریکا ولسمشر براک اوباما هند ته پخپل تازه سفر کې د هغه هیواد د مشرانو سره ژمنه وکړه چې د آسیا آرام سمندر او د هند سمندر د سیمې په هیوادونو کې د ثبات د ټینګښت لپاره به په ګده کار کوي.

سره لدې چې هند پخپلې پالیسۍ کې غټ بدلون راوستی اوځان یې امریکا ته نږدې کړی خو په عین حال کې بیا دغه هیواد کوښښ کوي د خپلو ګاوڼدیو هیوادونو سره اړیکې ښې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشیما سوراج د همدې اوونۍ په سر کې چین ته تللی و او د هغه هیواد د مشرانو سره یې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو او پراخیدو پر سره خبرې وکړلې. د چین چارواکي د دې ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دې هند ته دایمي غړیتوب ورکړل شي.

د هند بل وړاندیز چې چین یې ملاتړ کويدا دی چې ملګري ملتونه دي هغه هیوادونو ته سزا ورکړي چې د تروریزم ته ځای ورکوي او یا مالي مرستې ورسره کوي. د مبصرینو په عقیدې د هند هدف دلته پاکستان دی.

داسې عقیده موجوده ده چې امریکا او هند په سیمې کې د چین د پرمختګ د مخنیوي لپاره یو ګډ ایلاف جوړ کړی خوهند د بهرنیو چارو وزیر په خپل سفر کې د چین چارواکو ته پدې برخې کې ډاډ ورکړی چې داسې کوم څه نشته.

ولسمشر اوباما وایي چین دې د امریکا او هند د انډیوالۍ نه د خطر احساس نکوي

ولسمشر اوباما وایي چین دې د امریکا او هند د انډیوالۍ نه د خطر احساس نکوي

د امریکا ولسمشر براک اوباما نوي ډهلي ته پخپل تازه سفر کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره د دواړو هیوادونو تر منځ د نوي اعتماد د وخت د راتګ اعلان وکړ. دواړو مشرانو د ستراتیژیکو همکاریو له مخې ژمنه وکړه چې د آسیا آرام سمندر او هند سمندر په هیوادونو کې به د تګ راتګ د آزادۍ لپاره کار کوي، په سمندر کې د کښتو او نورو فعالیتونو امنیت به ساتي او هم به د هوایي قلمرونو حفاظت به کوي.


دا د هند لپاره یو مهم اقدام دی ځکه چې تل یې خپل امنیتي اندیښنې د واشنګټن سره شریکې کړیدي.
د هند د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال للیت مان سنګ چې یو وخت په امریکا کې د هند سفیر هم و، وایي چې هند اوس تقریباً خپل د بې طرفۍ پالیسۍ پریښې ده.

" که څه هم چې چین نوم ندی یاد شوی، خو د ستراتیژیکو همکاریو د پلان جوړونکو او دیپلوماتانو تر منځ داسې یو نظر موجود دی چې په اوږدمهال کې چین زمونږ لپاره یو خطر دی. مونږ په همدې خاطر د ښاغلي مودي په هغې پالیسۍ کې چې تمرکز یې ختیځو ملګرو ته دی او د آسیایي هیوادونو لپاره د ښاغلي اوباما د متوازنې پالیسۍ تر منځ د نظر یووالی زیات ګورو. له همدې وجې امریکا نه یوازې دا چې د هند په ستراتیژیک ملګري بدلیدای شي بلکه امریکا د هند یوازیني ستراتیژیک هیواد جوړیدای شي. "

سره لدې چې د هند او چین اقتصادي اړیکې مخ په ښه کیدو دي خو بیا هم یو پر بل شکونه موجود دی. دواړو هیوادونو په 1962 میلادي کال کې د لنډې مودې لپاره جګړ هم وکړه. د همالیې په غرونو کې دواړه هیوادونو د یو شمیر سیمو د سرحد پر سر جنجال لري.

کله چې د چین ولسمشر پروسږکال نوې ډهلي ته تللی و، هند د چین په عسکرو تور ولګاوه چې د هغوي خاورې ته ننوتي دي چې دې کار د چین د مشر سفر هم بې خونده کړ.

د هند بله اندیښنه دا ده چې چین د هند د سمندر په شاوخوا کې خپل رسوخ پراخوي. د مثال په ډول چین پروسږکال دوه جنګي کښتۍ په سریلانکا کې ځای پر ځای کړلې چې په هند کې یې غټې اندیښنې پیدا کړلې.


په نوي ډهلي کې د هند د دفاعي او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې مبصر سوکو ډیو موني وایي د هند پالیسي جوړونکي هیله لري چې د امریکا سره نوې انډیوالي به یې د چین سره په معاملې کې زیاتې آسانتیاوې پیدا کړي.

" داسې احساس موجود دی چې کله چین پوه شي چې تر فشار لاندې دي، نو هر څه په مناسب ډول کوي. دا به په چین فشار راوړي چې د هند اندیښنو او غوښتنو ته په آرامۍ غوږ ونیسي او ویې مني. "

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په آسیا کې د خپل رول او رسوخ د پراخه کیدو په برخې کې هر څه په ډاګه کړیدي. د جاپان او وتنام سره یې په قاطع ډول اړیکې نږدې کړیدي چې دواړه یې د چین په جنوبي بحیرې کې د ملکیت په سر د چین سره جنجالونه لري.

بل پلو بیا د چین سرکاري مطبوعاتو هند د ښاغلي اوباما سفر او د هند سره همکاري ظاهري ګڼلې ده او هند ته یې خبردرای ورکړی چې د غربي هیوادونو رسوخ ته دې ځان نه ټیټوي.

خو پخپله ولسمشر اوباما بیا په یوې مرکې کې ویلي دي چین دې د هند او امریکا د انډیوالۍ او اړیکو د ښه کیدو نه د هیڅ خطر احساس نکوي.

کارپوهان وایي په راتلونکو میاشتو کې به د هند لپاره غټې ستونزې دا وي چې څنګه خپله انډیوالي د امریکا سره پداسې حال کې پراخه کړي چې چین هم ترې خفه نشي.

XS
SM
MD
LG