د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش لخوا د اردني پيلوټ وژل او د عربي هیوادونو دریځ


د چهارشنبې په ورځ، د اردن په مسجدونو کې د الکساسبه فاتحه واخیستل شوه.
د چهارشنبې په ورځ، د اردن په مسجدونو کې د الکساسبه فاتحه واخیستل شوه.

داسې معلومیږي چې د اسلامي دولت ډلې (داعش) لخوا د اردني پيلوټ وژل، په عربي هیوادونو کې خلګ دې ته هڅولي چې د دغې ډلې په ضد سخت دریځ غوره کړي.

د چهارشنبې په ورځ، د اردن په مسجدونو کې د الکساسبه فاتحه واخیستل شوه. خلګو د اسلامي دولت د ډلې په خلاف شعارونه ورکول او مشهورو شخصیتونو بیا د پیلوټ د بدل د اخیستلو غوښتنه کوله.

صافي الکساسبه، د وژل شوي پیلوټ پلار، ژورنالستانو او په فاتحې کې راټولو شوو خلګو ته وویل چې د زوی په بدل کې یې د ساجده الریشاوي او زیاد الکربولي اعدامولو کفایت نه کوي.

هغه د اردن د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د اسلامي دولت د ډلې «بې رحمانه او جنایکارانه» عمل ته دې په قوت سره ځواب ورکړي.

د اردني پيلوټ د پلار په شان، په عربي ملکونو کې مذهبي او سیاسي مشرانو هم عکس العمل وښود. د الازهر پوهنتون [د اسلامي دولت د ډلې] وسله والو ته د «شیطان» خطاب وکړ او د «په نړۍ کې یې د شروفساد منبع» وبلل.

د عربې ټولنې مشر نبیل العربي دغه وحشیانه وژنه «کرغیړن جنایت» بللی دی. په عراق، عربي اماراتو، مصر او لبنان کې هم د اردني پیلوت وژنه غندل شوې ده.

د پیلوټ د ژوندي سوځولو پيښې یو خاص ډول وحشت خپور کړی. دغه عمل بیا لکه چې ولسمشر اوباما او نورو یې په اړه ویلي د اسلامي دولت د ډلې بربریت لا پسې څرګند کړ.

د الکساسبه د پلارني ښارګوټي الکرک یو اوسیدونکي د هغه د وژنې په اړه وویل چې دغه وژنه «په اسلام کې د منلو وړ نه ده.»

د داعش په ضد اقدامات

د اردن پاچا ملک عبدالله وايي چې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف به سخت اقدامات وکړي.

د سې شنبې په ورځ په انټرنیټ کې یوه ویډیو خپره شوه چې ښيي د اسلامي دولت وسله وال یرغمل شوی اردني پیلوټ معاذ الکساسبه ژوندی سوځوي. دغه اردنی پيلوت د اسلامي دولت ډلې هغه مهال ونیوی چې الوتکه یې په سوریه کې راولویدله.

نړیوالو هم د پيلوټ وژل کیدل غندلي دي. اردن سمدستې دوه عراقي بندیان اعدام کړل. په اعدام شوو کسانو کې ساجده ریشاوي هم شامله وه چې د ځانمرګه برید ناکامه هڅه یې کړې وه. بل اعدام شوی کس بیا د القاعدې غړی زیاد الکربولي و.

د اردن پاچا تاکید وکړ چې اردن به د اسلامي دولت د ډلې خلاف په جګړې کې ډیر سخت دریځ ونیسي. پاچا عبدالله وویل: «موږ د خپل دین، د خپلو ارزښتونو او انساني اصولو د خوندیتوب لپاره جګړه کوو.»

پاچا عبدالله د امریکا د ولسمشر سره په سپینې ماڼۍ کې ولیدل او د چهارشنبې په ورځ بیرته اردن ته روان شو. په یوې تلویزونې وینا کې، چې پاچا خپلو خلګو ته وکړه، هغه تاکید وکړ چې دغه ملي تراژیدۍ ټوله سره یوځای کړل.

خو د غچ اخیستلو د غوښتنې ترڅنګ، یو شمیر اجتجاج کوونکو دا پوښتنه کوله چې ولې اردن د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې د اسلامي دولت د ډلې خلاف ونډه اخیستې.

الکساسبه هغه مهال ونیول شو چې په سوریې کې یې الوتکه راولویدله.

د ژوندي سوځولو «توجیه» کول

بل پلو ته، د اسلامي دولت د ډلې ملاتړکوونکو بیا په ټولنیزو رسنیو کې د اردني پيلوټ وژل ستایل. دوی د ژوندي سوځولو د عمل د «توجیه» لپاره دلیل ویل.

په بیروت کې د امریکايي پوهنتون د سیاسي چارو کارپوه، کاشان دې ته اشاره کوي چې په هغه ویډیو کې وسله وال د قران شریف آیت وايي. هغه وویل چې «دوی غواړي چې خپل عمل توجیه کړي، په دې اساس چې د ایتلاف د ځواکونو په هوايي بریدونو کې ډیر شمیر بې ګناه ملکیان وژل شوي دي او دوی د دغو هوایي بریدونو یو شمیر ویرونکي تصویرونه هم خپاره کړیدي، چې پکښې خلګ په ژوندي توګه سوځول شويدي.»

ښاغلی کاشان وویل چې «په اسلام کې، د البقره سوره، په دوهمه سوره کې، ۱۹۴ آیت وايي چې (که چیري یو څوک ستاسو په خلاف تیری کوي، نو تاسو یې هماغه شان ځواب ورکړی)»

خو د چهارشنبې په ورځ، د اردني پیلوټ د وژنې غندنې دوام پیدا کړ او دا واضح شوه چې د دیني متونو دغه ډول تفسیر، چې په نورو ابراهیمي ادیانو کې هم موندل کیدای شي، په پراخه توګه رد شو.

XS
SM
MD
LG