د لاس رسي وړ اتصالات

کاټن:باید لس زره امریکایي عسکر په افغانستان کې پاته شي


د امریکا د سنا مجلس تر ټولو ځوان غړی سناتور تام کاتن
د امریکا د سنا مجلس تر ټولو ځوان غړی سناتور تام کاتن

جمهوري غوښتونکی سناتور تام کاټن وایي د امریکا متحده ایالات باید په افغانستان کې تر۲۰۱۷ کال پورې د لسو زرو عسکرو د پاتې کیدو ژمنه وکړي.

یو نوی ټاکل شوی مخور جمهوري غوښتونکي سناتورد پنجشنبې په ورځ وویل چی د امریکا متحده ایالات له افغانستان نه باید په داسې بیړني ډول ونه وځي لکه چې یې دا کار په عراق کې وکړ، بلکه ددې پرځای تر ۲۰۱۷ کال پورې د پوځونو اوسنۍ کچه پورې وساتي.

د متحده ایالاتو د سولې په انسټیټیوټ کې د یوې وینا په ترڅ کې، د ارکنساس ایالت جمهوري غوښتونکونکي سناتور ټام کاټن افغانستان د امریکا د ملي امنیت ستراتیژۍ زړه وباله او و یې ویل چې متحده ایالات په هغه هیواد کې د نظامي هڅو له امله خوندي ده.

هغه وویل: "مونږ په افغانستان کې باید د عراق سهوې ونه کړو. مونږ باید په افغانستان کې تر ۲۰۱۷ کال پورې د لسو زرو عسکرو د پاتې کیدولپاره ژمن واوسو."

دغه پروګرام د افغانستان د خلکو په ملاتړد یووالي، چې د غوره افغانانو او امریکایانو یو ډله ده او په افغانستان کې د امریکا د دوامداره شتون پلوي کوي، له خوا جوړ شوی و.

ولسمشر اوباما د تیرې مې په میاشت کې اعلان وکړ چې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا په مشرۍ د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو نه ورسته به په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي عسکر پاتې شي. ددې پلان له مخې، د ۲۰۱۵ کال تر پای پورې به د عسکرو شمیر تر نیمايي پورې راکم کړل شي او یواځې به د عادي سفارت شتون ته را ټیټ شي، یعني د عراق په څیر چې هلته ولسمشر په ۲۰۱۱ کال کې عسکر ووایستل

متحده ایالاتو تیره میاشت اعلان وکړ چې له واشنګټن سره د افغان حکومت د یوې امنیتي موافقې د لاسلیک کیدو د پلان د ځنډیدو له امله، دغه هیواد به په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال د لومړیو څو میاشتو لپاره نور ۱۰۰۰ عسکر وساتي.

د عسکرو دکموالي په اړه د متحده ایالاتو پلان د کانګرس د ځینو غړو له خوا له نیوکو سره مخامخ شوی دی. غوره جمهوري غوښتونکو پیشنهاد کړی دی چې بیړني وتل به هغه ډول ګډوډیو ته زمینه وساعده کړي چې په ۲۰۱۱ کال کې په عراق کې د امریکا د پوځیانو له وتلو نه وروسته رامنځته شوې.

خو د متحده ایالاتو دفاع وزارت تهد ولسمشر اوباما نوماند آشټن کارټر د چهارشنبې په ورځ وویل چې که په هغه هیواد کې امنیتي حالت خراب شي، نو د ټولو امریکايي پوځونو د وتلو په اړه به د اوسنیو پلانونو پر بدلون غور وکړي.

د جمهوري غوښتونکو د نیوکو په منعکسولو سره، کاټن وویل " مونږ یواځې دیته اړتیا لرو چې د لویدیځ په لور عراق ته وګورو. د خپلو قوماندانانو د تر ټولو ښه نظامي قضاوت پر خلاف، ولسمشر په ۲۰۱۱ کال کې له عراق نه ټول عسکر ووایستل. "

هغه خبرداری ورکړ"په داسې حال کې چې د افغان امنیتي پوځونه رښتیني لاسته راوړنې لري، خو هغوی په یو داسې ځای کې نه دي چې هلته مونږ د هغوی د اوږدې مودې د ثبات او بري په هکله ډاډمن واوسو."

کاټن ادعا وکړه چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې د حقاني شبکه افغانستان ته د یو ګواښ په توګه پاتې ده او داچې هغوی په افغانستان کې تر ټولوخپریدونکو یاغیتوب دی.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال تواب ملکزاد

ژباړه: تاج امین

XS
SM
MD
LG