د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ:د تښتول شوې امریکایۍ وژنه تایدولی نشي


دغه امریکایۍ مېرمن کېلا میولر نومېده او د امریکا د اریزونا ایالت اوسېدونکې ده.
دغه امریکایۍ مېرمن کېلا میولر نومېده او د امریکا د اریزونا ایالت اوسېدونکې ده.

سپیني ماڼۍ ویلي دي چې د اسلامي دولت د ډلي دا ادعا نه شي تاییدولای چې وایي د اردن په یوه هوایي حمله کې د مرستو رسولو د چارو یوه امریکایي مېرمن چې دغي ډلي تښتولې وه، وژل شوې ده.

د امریکا د ملي امنیت د شورا نطاقي ( برناډیت میهان) وویل چې" دا ښکاره ده چې موږ د دغو رپوټونو له کبله ډیر اندېښمن یو، اوموږ تر دې شېبې پوري داسي شواهد نه دي ترلاسه کړي چې د اسلامي دولت د ډلي د ادعا سره دي سم وي."

د اردن چارواکو د اسلامي دولت د ډلي دا ادعا تبلیغات بللي دي. د اردن د بهرنیو چارو وزیر ناصر جدي په خپل ټویټر کې لیکلي دي" دا هماغه زوړ او کرکجن چل او فریب دی چې تروریستان یې د لسگونو کالو راهیسي استعمالوي او وایي چې هغه یرغمل کسان چې دوی د بشري سپر په توگه کار ځني اخلي په هوایي حملو کې وژل شوي دي."

اردن د اسلامي دولت د ډلي په ځایونو باندي وروسته له هغه هوایي حملې پیل کړي دي چې دغي ډلي د اردن یو پیلوټ چې د ډیسیمبر په میاشت کې یې په سوریه کې نیولی و، وواژه. دا ادعا چې د مرستو رسولو د چارو امریکایي مېرمن په هوایي حمله کې وژل شوې، وروسته له هغه د شک سره مخامخ شوه چې اردني چارواکو وویل چې اردنی پیلوټ یوه میاشت مخکې وژل شوی و خو د اسلامي دولت ډلي یې یوه میاشت وروسته ویډیو خپره کړه.

امریکایي مېرمن کېلا میولر نومېده او د امریکا د اریزونا ایالت اوسېدونکې ده.

XS
SM
MD
LG