د لاس رسي وړ اتصالات

خلیج د همکارۍ شورا : په یمن کې کودتا شوي ده


د یمن گاونډیو د خلیج هیوادونو د شیعه یاغیانو له خوا د یمن اشغال رد کړی او هغه یې « کودتا» بللې ده. په همدې اړه پرون د شنبې په ورځ په زرگونو یمنیان لارو کوڅو ته راوتلي وو او د یمن د اشغال او قدرت نیولو له کبله یې مظاهره وکړه.

د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په مشري د خلیج د همکارۍ د شورا شپږو ملکونو د حوثي د شیعه گانو دا کار د نه منلو وړ پارونه وبلله. هغوی وویل چې هغه د دې هیواد امنیت او ثبات ته گواښ دی.

مگر د یاغیانو مشر ( عبدالملک الحوثي) پرون په یوه وینا کې د دې اقدام دفاع وکړه او ویې ویل چې هغه یوه سیاسي خلا ډکه کړې او د یمن د خلکو په گټه دی.

له بلي خوا پرون د هغه هیواد د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نژدې د بم چاودنه شوې، لږترلږه درې کسه یې زخمي کړي دي.

د حوثي شیعه گانو پارلمان د جمعې په ورځ منحل کړ او اعلان یې وکړ چې دغه هیواد به چې اکثریت یې سنیان دي او د سعودي عربستان په جنوب کې دی، اداره کړي.

حوثي شیعه گان د سیپټیمبر په میاشت کې د یمن پایتخت صنعا ته ورسیدل او تیره میاشت یې د جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله او د امریکا طرفدار جمهوررئیس ( عبد ربو منصور هادي) او د هغه کابینه یې دې ته مجبوره کړه چې استعفا وکړي.

XS
SM
MD
LG