د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او المان مشران د یوکراین په مسله خبرې کوي


ټاکال شویده چې د المان مشره میرمن انگلا میرکل نن واشنگټن ته راشي او د یوکراین د روانې جگړې په اړه د جمهورریس براک اوبامه سره خبرې وکړي. دا خبرې په داسې وخت کې کیدونکې دي چې د یوکراین د شخړې د حل دپاره نړیوال دیپلوماتیک کوششونه روان دي.

د یکشنبې په ورځ د المان مشرې د ټیلي فون د لارې د یوکراین، روسېې او فرانسې د د مشرانو سره خبرې وکړي او د المان او فرانسې په هغه شریک پلان ورسره وغږیده چې هدف ېې په شمالي یوکراین کې د روس پلو یاغیانو لخوا پیل شوې جگړه ختمول دي.

د روسېې جمهورریس دا گواښ کړیدی چې یوکراین دې روسېې د پولې سره خپل پوځی عملیات بند کړي
د روسېې جمهورریس دا گواښ کړیدی چې یوکراین دې روسېې د پولې سره خپل پوځی عملیات بند کړي

میرمن میرکل او دیوکراین مشر پیټرو پوروشینکو ، د روسېې جمهورریس ولادیمیر پوټین او د فرانسې جمهورریس فرانسیس هولانډ به د چارشنبې په ورځ بلاروس په مرکز مینسک کې سره وینی او په دې اړه به نورې خبرې هم کوي.

د فرانسې او المان شریک پلان د هغه ناکام اوربند نه پس جوړ شو چې په مانسیک کې امضا شوی و،خو اوس به ورباندې نور کار کوي او د زمان او امکان په اړه به توضیحات ورکوي.

د یوکراین په جگړه کې تر اوسه ٥٦٠٠ کسان وژل شویدی. دا شخړه لس میاشتې مخکې هغه وخت پیل شوه چې کله یاغیانو د یوکراین د دولت خلاف پاڅون پیل کړو. د یوکراین مشر د یکشنبې په ورځ دا هیله مندي وښوده چې دوی هیله لری چې یو نرم او بې شرطه اوربند به قایم شي.

خو د دې هیله مندۍ سره سره د روسېې جمهورریس دا گواښ کړیدی چې یوکراین دې روسېې د پولې سره خپل پوځی عملیات بند کړي. ښاغلي پوټین دا هم ویلي دي چې یوکراین باید د یوکراین په روسيي ژبه سیمه باندې لگیدلي اقتصادي بندیزونه ختم کړي او خلک دې پریږدي چې عادي ژوند وکړي.

بلخوا د فرانسې جمهورریس هولانډ ویلي دي چې د یوکراین په شخړه کیدونکې راتلونکې خبره د دې یو کلنې شخړې د حل وروستی فرصت دی.

عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په دې هڅه کې دی چې د یوکراین په موضوع د امریکا او اروپا ترمنځ موجود مشکل حل شي. د دې مشکلاتو او اختلافات شنبې په ورځ په المان کې د امنیت په موضوع جوړه شوې غونډه کې هم یاد شوي وو. په دې غونده کې د امریکا د ولسي جرگې غړو د اروپا په هغه دریځ انتقاد وکړو چې نه غواړي یوکراین ته د نظامي تجهزات ورکړل شی.

د یوکراین په جگړه کې تر اوسه ٥٦٠٠ کسان وژل شویدی. دا شخړه لس میاشتې مخکې هغه وخت پیل شوه چې کله یاغیانو د یوکراین د دولت خلاف پاڅون پیل کړو
د یوکراین په جگړه کې تر اوسه ٥٦٠٠ کسان وژل شویدی. دا شخړه لس میاشتې مخکې هغه وخت پیل شوه چې کله یاغیانو د یوکراین د دولت خلاف پاڅون پیل کړو

د دې باوجود چې د امریکا د کانگرس غړي فشار راوړي خو د امریکا د دولت مقامات هم تر اوسه د یوکراین دولت ته د نظامي تجهزات په اړه پخه خبره نه کوي. .

د امریکا مقامات هم لکه د اروپايي ټولنې د مشرانو دا نظر لري که چرې یوکراین سره نظامي مرستې وشوې نو روسیه به نوره هم را وپاریږي او سیمه کې به د خلکو ژوند نور هم تریخ شی.

د ستمبر په میاشت کې چې د مانسیک په ښار کې کوم اوربند امضا شوی و هغې کې د یوکراین د جگړې دواړه طرفونو ته ویل شوي وو چې د توغندیو د وارولو نه دې ډډه وکړي او د اول خط د جنگ نه دې شاته لاړ شي او د سولې خبرو ته دې کیښني. خو دغه اوربند د امضا کیدو نه سمدستي پس مات شو.

XS
SM
MD
LG