د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې یو میلیاردر او څلور تنه نور اعدام شول


په چین کې یو تن چې څو میلیارده پیسې یې درلودلې، پدې خاطر اعدام شو چې زیات قتلونه یې کړي و او هم د مافیا د یوې ډلې مشر و.

دغه غټ سوداګر د چین د امنیتي چارو د پخواني مشر ژو یانګ کانګ سره اړیکې درلودې. د چین حکومت د اداري فساد او رشوت خورۍ د له منځه وړلو لپاره قوي هلې ځلې پیل کړی چې د دغه سوداګر اعدام یې تازه مثال دی.

په چین کې د کانونو د کاروبار غټ سوډاګر لیو هان، د هغه ورور او درې نور ملګري یې د دوشنبې په ورځ اعدام شول. پخپله لیو هان د "هان لانګ" د شرکت مشر و چې د خپل کاروبار له برکته یې یو میلیارد ډالر پیدا کړی وي. د هغه شرکت د چین د سیچوان په ایالت کې تر ټولو ستره کمپنۍ ده چې د معدني موادو، بریښنا، انرژۍ، مالیې او د جایدادونو په کاروبار کې یې زیاته پانګه اچولې ده.

لیو ۴٥ کلن و او په دیارلسو جرمونو کې مجرم ثابت شو. پدغو جرمونو کې قتل، د قمار خانو جوړول، د بدماشانو ډله درلودل او په غیرې قانوني ډول د وسلو خرڅول شامل دي.

د هانک کانګ د سیټي په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسر جوسف چینګ وایي، د لیو هان د اعدام نه معلومیږي چې د چین ولسمشر شې ژین پنګ د اداري فساد او رشوت خورۍ په مبارزې کې مشهور او غټ کسان هم نه پریږدي.

ښاغلی چینګ وایي " د چین د خلکو لپاره د دومره مالداره او مشهور کس اعدام کول بیخي زیات اهمیت لري ځکه په چین کې خلک پدې تیرو څو کالونو کې پدې عقیده شویدي چې مالداره او پیسې لرونکي خلک زیات اثر او رسوخ لري. "

د چین د کورنیو چارو وزارت پروسږکال د مارچ په میاشت کې د لیو د قضیې په هکله تحقیقات پیل کړل.

د چین سرکاري خبري اژانس سینهیوا ویلي دي چې لیو هان خپل مال او دولت، زور او شهرت د اداري فساد، رشوت خورۍ او د خلکو په وژلو تر لاسه کړیدي. د سینهیوا په رپوټ کې همدارنګه ویل شویدي چې د لیو هان وسله والو کسانو پخپل لاس 9 تنه وژلي دي او پنځه نور یې بیا په ډزو ویشتلي او وژلي دي.

په عین حال کې بیا د بشري حقونو مبارزینو د لیو هان او د هغه د ورور په قضیې کې د چین د حکومت په چلند انتقاد کړی. ویلیم ني چې د بښنې د نړیوالې مؤسسې سره کار کوي، خپله اندیښنه اسې څرګندوي " زمونږ اندیښنې څو علته لري، د لیو هان ورور، لیوي وي په محکمې کې وویل چې هغه د تحقیقاتو پر وخت شکنجه شویدی او هره ورځ وهل شوی او ډبول شویدی. نو په همدې خاطر د چین د قوانینو او د جرمونو د قوانینو له مخې ټول هغه شواهد او ثبوتونه چې د شکنجې پواسطه تر لاسه کیږي، باید چې د محکمې د پریکړې نه وایستل شي خو زه فکر کوم چې پدې قضیې کې داسې څه ندي شوي. "

ښاغلی ني همدرانګه وایي چې د چین د تحقیقاتو له وجې د اداري فساد او رشوت خورۍ پر ضد د چین په مبارزې کې هم پوښتنې پیدا شوي ځکه چې اوس به د چین د حکومتي چارواکو سره د شان ګويي د حکم له مخې عمل کیږي.

د دې حکم له مخې حکومتي چارواکي نیول کیږي او د تحقیقاتو پر وخت هغوي نشي کولی چې د خپلو ملګرو او کورنیو غړیو سره اړیکې ونیسي. هغوي ته مدافع وکیل هم نه ورکول کیږي او کله ناکله شکنجه کیږي هم.

XS
SM
MD
LG