د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د تاپی د غونډې کوربتوب کوي


د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند محمد رفیع رفیق صدیقي په وینا د ټوټال شرکت په اصولو کې د تاپی د پروژې داوطلبۍ گټلې ده.
د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند محمد رفیع رفیق صدیقي په وینا د ټوټال شرکت په اصولو کې د تاپی د پروژې داوطلبۍ گټلې ده.

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وایي سبا د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د استازو ترمنځ د تاپې د سترې پروژې په اړه غونډه کیږي. د تاپی په غونډو کې د ګازو د نل لیکې د غځولو د سترې اقتصادې پروژې په اړه چې د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته غاز ولیږدول شي، خبرې کیږي.

د کانونو او پطرولیم وزارت ویاند محمد رفیع رفیق صدیقي خبریالانو ته وویل " په عمل کې د دې پروژې د پلي کولو په هکله به "سرنوښت جوړونکي او مهم تصمیمونه" ونیول شي."

هغه وویل پدې غونډه کې به فرانسوۍ کمپنۍ ټوټال سره د دې پروژې د پلي کولو د تړون په هکله پریکړه وشي. د ښاغلي صدیقي په وینا د ټوټال شرکت په اصولو کې د تاپی د پروژې داوطلبۍ گټلې ده.

د تاپې ددې پروژې په چوکاټ کې د هیوادونو ترمنځ یو لړ دوه اړخیز تړونونه هم شوي دي. له هغې جملې نه ترکمنستان موافقه کړې چې د دیرش کلونو لپاره افغانستان ته د اړتیا وړ غاز برابر کړي.

د تاپې د پروژې په اړه د ۲۰۰۲ کال راهیسې غونډې پیل شوي دي، خو لا هم دا اقتصادي پروژه چې افغانستان ته خورا اهمیت لري، عملا نده پیل شوې.

تر اوسه پورې د څلورو هیوادونو مقاماتو ٣٥ ځلې د تاپی د پروژې په هکله غونډې کړې دي چې د هغې جملې نه ١٨ ناستې د حکومتونو د صلاحیت لرونکو لوړپوړو مقاماتو ترمنځ شوې دي.

بله پرمختیا

له بلې خوا د اسیا پراختیايي بانک نن د افغانستان له ماليې وزارت سره د ۱۳۰ میلیونو امریکايي ډالرو تړون لاسلیک کړ چې ددغه بلاعوضه مرستو ډېره برخه به د سړک په جوړونې ولګول شي.

د ماليې وزیر اکلیل احمد حکیمي ددغو مرستو د تړون د لاسلیک په مهال خبریالانو ته وویل پدغو ۱۳۰ میلیونو امریکايي ډالرو کې یوویشت میلیونه ډالر د اروپايي اتحادیې هم شامل دي او ددغو مرستو ډېره برخه به د بدخشان د بهارک او اشکاشم د سړک په جوړونې چې یوسلو اته کیلومټره دی ولګول شي.

ښاغلي حکیمي وویل، په ۱۳۰ میلیونو ډالرو مرستو یې د حکومت د بودیجې نه شپاړس میلیونه ډالر هم ور زیات کړي چې د دې سړک د جوړونې ترڅنګ به په درېیو نورو عمده پروژو هم ولګول شي.

ښاغلي حکیمي درې پروژې داسې یادې کړې " د کلیو د زیربناو پیاوړي کول، د اورگاډي د پټلۍ اړوند مسایل، او د سیمه ییزو ترانسپورتي آسانتیاو برابرول."

کارپوهان وایي په داسې حال کې چې افغانستان په وچه کې پروت یو هیواد دی، د دې هیواد د اقتصادي ودې او سوداگرۍ لپاره د اورگاډي د ترانسپورتي سهولیتونو رامنتځ ته کول خورا د اهمیت وړ دي.

XS
SM
MD
LG