د لاس رسي وړ اتصالات

چین د کونړ پر سیند د برېښنا بند په جوړولو کې مرسته کوي


چین ژمنه کړېده چې د افغانستان په کونړ ولایت کې د برېښنا یو بند، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سړک او اورگاډي د پټلۍ د غځولو په پروژو کې کار وکړي.

دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند سراج الحق سراج د روېټرز خبرې اژانس ته کړېده، ښاغلي سراج ویلي دي چې د افغانستان، پاکستان او چین لوړ رتبه مامورینو په کابل کې په دې اړه خبرې کړیدي.

د کونړ له سیند نه د ١٥٠٠ میگاواټه برېښنا د تولید د پاره د بند د پروژې د تمویل خبره یوازې د پاکستان لخوا کېده، خو اوس پکې چین هم علاقه ښودلې ده.

په ٢٠١٣ کال کې پاکستان ویلي و چې د کابل او پېښور ترمنځ د پاکستان د موټروۍ د لویې لارې په څیر یوه پراخه لار جوړوي او همدا راز د چمن او کندهار ترمنځ هم د اورگاډي پټلۍ غځوي.

خو اوس چې چین هم دې پروژو کې برخه اخلي نو پرې روان کار چټک کېدی شي ، دا ژمنه داسې وخت کې کیږي چې د امنیتي مشکلاتو له کبله د لوگر میس عینک د استخراج پروژه چې چین پیل کړې وه تر اوسه په ټپه ولاړه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو ویاند وايي چې د دغو پروژو دپاره به د چین د مرستو د اندازې فیصله د دریواړو طرفونو په راتلونکې غونډه کې وشي.

په دې درې اړخېزو خبرو کې چین دا وړاندیز هم کړی چې د سولې او پخلاینې په چارو کې برخه لري، همدا راز د پاکستان لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي چې درېواړو اړخونو په دې خبرې کړي چې په سیمه کې د سولې دپاره په ګډه کار وکړي.

چین په افغانستان کې ورځ په ورځ علاقمندي زیاتوي، چې دې کې یو امکان دا هم دی چې افغانستان ته زمنیه برابره کړي چې سمندر ته لاره پېدا کړي.

چین غواړي چې افغانستان په پخپلو پښو ودریږي. همداراز د کانونو په استخراج کې هم مرسته کول غواړي.

XS
SM
MD
LG