د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د طالبانو جنایي اعمال ډیر شوي دي


د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا یوې جرګګۍ وېلي دي چې د طالبانو د جنایي فعالیتونو زیاتوالۍ یو نوی انکشاف دی. دوی خبرداری ورکوي چې دا کار ښایي د افغانستان په سولې او ثبات باندې ناوړې اغیزې ولري.

په دغو جنایي فعالیتونو کې د مخدره موادو کرل او قاچاق، د پیسو لپاره د خلکو تښتول، د مافیايي ډلو سره همکاري او د طبعي زیرمو د غیرقانوني رایستل شامل دي.

د امنیت د شورا د جرګګۍ په رپوټ کې راغلي دي چې وسله والو طالبانو په ځینو مواردو کې په مستقیم ډول د جنایي اعمالو له برکته ځانو ته مالي امکانات پیدا کړیدي.

ملګروملتونو ویلي دي چې دغه د طالبانو او هغو ډلو ترمنځ د لسیزو د راکړې ورکړې نتیجه ده چې په جنايتونو کې ملوث دي.

د حکومت عکس العمل

طالبانو تر اوسه د دې رپوټ په هکله تبصره نده کړې. خو د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو رپوټ تاییدوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د امریکا غږ درې څانکې ته ویلي دي چې طالبان په لېرو پرتو سیمو کې د خلګو نه په زور پيسې اخلي.

صدیقي زیاته کړې ده چې طالبانو د ډیر وخت راهیسې د تروریستي بریدونو علاوه په مخکې تنظیم شوي جرایمو کې هم لاس لري.

رپوټ وایي «د طالبانو دا ډول فعالیتونه د سولې او ثبات لپاره غټې ستونزې پیدا کوي ځکه هغه کسان چې د دې کاروبار نه مالي ګټه تر لاسه کوي، ښایي چې د روغې جوړې په هلو ځلو کې خنډ واقع شي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرو ته اجازه ورنکړي.»

د کانونو غیر قانوني رایستل

په رپوټ کې ویل شوي دي چې طالبانو د هغو خلګو نه پيسې اخلي چې د اجازې نه بغیر د کانونو د رایستلو کاروبار کوي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې طالبانو په کابل، لوګر، پکتیکا، بدخشان، هلمند، خوست او زابل کې غیرقانوني فعالیتونه کوي او هڅه کوي چې خپل دغه ډول فعالیتونه نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

په رپوټ کې دا نه دې راغلي چې طالبان د دغو غیرقانوني فعالیتونو څخه څومره درآمد لري، خو یو غیردولتي بنسټ اټکل کوي چې طالبانو د معادنو د غیرقانوني ایستلو څخه شاووخوا ۵۰۰ میلیون ډالره عاید لري.

د ملګروملتونو په رپوټ کې راغلي دي چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴مو کلنو کې د طالبانو لخوا د سړي تښتونې پیښې ډیرې شوې دي او طالبان د دغې لارې نه ډیرې پیسې ګټي.

په رپوټ کې د یو شمیر کسانو او ادارو نومونه هم ذکر شوي دي چې د تورو پيسو د قانوني کولو او د پيسو د استولو په په برخو کې د طالبانو سره مرسته کوي.

د طالبانو د تمویل مخنیوی

په واشنګټن کې د ولسن د مرکز کارپوه مایکل کوګلمن د امریکا غږ د درې څانګې سره په مرکې کې وویل چې دا چې اوس هم طالبان د دغه لارې پيسې ترلاسه کوي علت یې دا دی چې د دغو منابعو ختمولو ته توجه نه ده شوي.

کوګلمن وویل چې «دا چې تر اوسه پورې [د یاغیانو لپاره] د پیسو د لاس ته راوړول دغه سرچینې شته، علت یې دا دی چې [د دغو سرچینو د له منځه وړلو لپاره] هڅې نه دې شوي.»

د ولسن د مرکز کارپوه مایکل کوګلمن وویل چې د یاغیانو د فعالیتونو د ختمولو لپاره دا ضروري ده چې د دوی د تمویل منابع ختمې شي.

د ولسي جرګې غړي علی اکبر قاسمی د امریکا غږ د درې څانکې سره په مرکې کې وویل چې نړیوالې ټولنې خپلې ژمنې پوره نه کړي او د افغانستان نه ووتل.

قاسمي وویل چې «افغانستان پر میدان پاته دی او له هر لوري نه ورباندې بریدونه کیږي، اوس افغانان د دغو مشکلاتو د حل لپاره یوازې پاته دي.»

خو کوګلمن بیا وايي چې نړیوال اوس هم په دې تاکید کوي چې افغانستان به یوازې نه پریږدي، اقتصادي مرستې به ورسره کوي او د افغان ځواکونو روزنې ته به دوام ورکړي.

ښاغلي کوګلمن وویل چې د افغانستان د حکومتي ادارو تقویه کول به د دې سره مرسته وکړي چې د طالبانو د جنايي فعالیتونو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG