د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د پوټین نه وغوښتل چې د اوکراین د سولې ملاتړ وکړي


ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر پوټین سره په ټلیفون کې خبرې وکړي.

ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر پوټین سره په ټلیفون کې خبرې وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر اوباما د سې شنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوټین سره په ټلیفون کې خبرې کړي او ورڅخه یې غوښتنه کړې چې د اوکراین د سولې د موافقې ملاتړ وکړي.

د اوکراین د سولې پر موافقې د غور لپاره به د چهارشنبې په ورځ د بلاروس په مرکز مېنسک کې د اوکراین، روسیې، جرمني او فرانسې د مشرانو بیړنۍ غونډه وشي.

ولسمشر اوباما ولسمشر پوټین ته داسې وخت ټلیفون کړی دی چې اوکراین ویلي دي چې یو راکټ د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک په ښار کې لګیدلی او لږترلږه ۱۲ کسان یې وژلي دي. په دغه راکټي برید کې تر ۸۰ ډیر کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې برید د روسیې طرفدارو بیلتون غوښتونکو کړی دی. اوکراین د کراماتورسک په ښار د راکټ دغه برید «په لوی لاس د ښار د ملکي اوسیدونکو عامه وژنه» ګنلې ده.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي دي چې ښاغلي اوباما [د روسیې له ولسمشر پوټین سره په خبرو کې] په اوکراین کې د تلفاتو د زیاتیدو خبره یاده کړې ده.

اوباما پوټین ته دا هم ویلي دي چې فرصت دې د لاسه نه ورکوي او د چهارشنبې په ورځ دې په مینسک کې د څلورو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې په اوکراین کې د سولې د راوستلو د وړاندیز ملاتړ وکړي.

کیف او یو شمیر غربي هیوادونه په مسکو تور لګوي چې د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، عسکر وراستوي، په پلان جوړونې کې ورسره مرسته کوي او وسلې او پوځي سامان آلات ورکوي.

کرملین بیا دغه خبره رد کړې ده چې په مستقیمه توګه د اوکراین په جګړې کې دخیل دي او ویلي یې دي چې هغه روسي عسکر چې د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو سره یو ځای شوي دي په داوطلبانه توګه دغه کار کړی دی.

د دوشنبې په ورځ، ولسمشر اوباما وویل چې د مېنسک د غونډې نتایجو ته انتظار کوي او ورسته به تصمیم ونیسي چې کیف ته د دفاع لپاره مرګانۍ وسلې ورکړي او که نه.

XS
SM
MD
LG