د لاس رسي وړ اتصالات

استماعیه غونډه: دعسکرو دایستلو پر مهالویش دې غور وشي


د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا د سنا د مجلس د وسله والو چارو کمیټې استماعیه غونډه وکړه
د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا د سنا د مجلس د وسله والو چارو کمیټې استماعیه غونډه وکړه

د امریکا د سنا د مجلس د وسله والو چارو د کمیټې په استماعیه غونډه کې ګډونوالو وویل چې امریکا باید چې د افغانستان شرایطو ته په کتو سره د خپلو عسکرو د کمولو پریکړه وکړي.

ګډونوالو، چې د امریکا پخواني چارواکي وو، دا هم وویل چې د امریکايي عسکرو اوسنی تقسیم اوقات عملي نه بریښي او باید چې ورباندې له سره غور وشي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د سنا د وسله والو چارو د کمیټې استماعیه غونډه د چهارشنبې په ورځ جوړه شوه. د دغې غونډې مشري سناتور جان مکېن کوله.

د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره غونډې ته په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز کننګهم، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر، د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی قوماندان امیرالبحر ارېک اولسن او د امریکا د تروریزم خلاف د ملي مرکز پخوانی مشر مایکل لایتر راغوښتل شوي وو.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کننګهم وویل چې په سیمې کې تروریستي ډلې شته چې افغانستان او پاکستان ته ګواښ دي او امریکا ته هم ګواښ متوجه کوي. هغه زیاته کړې چې د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې افغانستان باثباته وي.

ښاغلي کننګهم وویل چې «او د دغه ګواښ له امله امریکا په افغانستان کې ده چې امریکایان وساتل شي. او یو باثباته او پرامنه افغانستان [د ګواښ د له منځه وړلو لپاره] تر ټولو ښه لاره ده.»

سفیر کننګهم زیاته کړه چې د افغانستان سره دوامداره همکاري ضروري ده چې په افغانستان کې لاس ته راوړنې وساتل شي. هغه په دې هم ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت هم باید خپل رول ولوبوي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر وویل چې د افغانستان «راتلونکی د امریکا د ملي امنیت د ګټو او اهداف سره ارتباط لري.»

افغانستان باید هیر نه شي

د سنا دغه استماعیه غونډې ته په خپلو خبرو کې سفیر کراکر وویل چې افغانستان باید بیا له پامه و نه غورځول شي.

هغه وویل چې د عسکرو د استلو وخت به دښمنانو ته دا فرصت ورکړي چې انتظار وکړي او د امریکايي عسکرو د وتلو ورسته خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي.

ښاغلي کراکر وویل چې د امریکايي عسکر باید په افغانستان او سیمې کې شرایطو ته په کتو سره د افغانستان نه وایستل شي.

هغه وویل: «زه هیله کوم چې د عسکرو د تعداد په اړه موږ درست تصمیم ونیسو، د شرایطو په اساس، نه د تقسیم اوقات په اساس.»

په افغانستان کې د امریکا دغه پخواني سفیر دا خبره هم وکړه چې په افغانستان کې القاعده ضعیفه شوي خو له منځه نه ده تللي.

ښاغلي کراکر وویل چې اوس داسې رپوټونه هم شته چې داعش هم په افغانستان کې شته، نو دا ضروري ده چې امریکا په افغانستان کې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره د مرستې لپاره خپل عسکر وساتي.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخوانی قوماندان امیرالبحر ارېک اولسن ټنګار وکړ چې په افغانستان کې نوی ماموریت چې د افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت دی وخت ته ضرورت لري.

امیرالبحر اولسن وویل چې دغه ماموریت باید چې په سمه توګه ترسره شي تر څو افغان ځواکونه د دې توان پيدا کړي چې په یوازې سر عملیات وکړي او د افغانستان امنیت وساتي.

د امریکا د تروریزم خلاف د ملي مرکز پخوانی مشر مایکل لایتر وویل چې د تروریستي ډلو د ګواښونو سره د مقابلې لپاره امریکا دې ته ضرورت لري چې په سیمې کې عسکر ولري او استخباراتي معلومات راټول کړي.

اوسنی مهال ویش

د افغانستان نه د امریکايي قواوو د ایستلو د پلان په اساس، د ۲۰۱۵ کال په پای کې به په افغانستان کې ۵۵۰۰ عسکر پاته شي او د ۲۰۱۶ کال په پای کې به یوازې دومره امریکايي عسکر پاته وي چې د سفارت او نورو دیپلوماتیکو مرکزونو امنیت به وساتي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر او همداراز په غونډې کې درېیو نورو کارپوهانو وویل چې د افغانستان څخه د عسکرو ټاکل شوی مهال ویش عملي نه بریښي او باید چې دسره ورباندې غور وشي.

د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې یو رپوټ د امریکایي چارواکو له قوله وویل چې د امریکا حکومت له افغانستان نه د خپلوعسکرو د ایستلو په پلان دوهم ځلي غور کوي.

په غونډې کې، سناتور جک رییډ وویل چې په افغانستان کې بریا په بیلابیلو فکتورونو باندې تړلې ده. هغه د امریکا او د افغانستان د حکومت تر منځ د ملګرتیا، ذ فساد سره د افغانستان د حکومت مبارزه، د افغانستان د امنیتي ځواکونو مشرتابه، او د افغانستان څخه د امریکا د خلکو سیاسي ملاتړ په دغو فکتورونو کې یاد کړل.

د پنج شنبې په ورځ به په افغانستان کې د ناټو قوماندان جان کمپبل د سنا د وسله والو چارو کمیټې ته ولاړ شي او د افغانستان د وضعیت په اړه به سناتورانو ته معلومات ورکړي.

XS
SM
MD
LG