د لاس رسي وړ اتصالات

ایشټن کارټر د امریکا د دفاع نوی وزیر مقرر شو


د امریکا د سنا مجلس ( اېشټن کارټر) د جمهوررئیس براک اوباما د راتلونکي دفاع وزیر په توگه منظور کړی دی.

کارټر چې په عمر ٦٠ کلن دی، د ٢٠١١م کال نه تر ٢٠١٣م کال پوري د امریکا د دفاع د وزیر مرستیال و چې دا په پنټگان کې دوهمه درجه لوړ پوړې چوکۍ ده. هغه دغه راز د ٢٠٠٩م کال نه تر ٢٠١١م کال پوري د دفاع په وزارت کې د وسلو اخیستلو د څانگي رئیس هم و، چې په دې موده کې یې د ( ایف- ٣٥ ډوله) جنگي جیټ الوتکو د لا مؤثر کولو په پروگرام کې مهم بدلون راوست.

کارټر چې په عمر ٦٠ کلن دی، د ٢٠١١م کال نه تر ٢٠١٣م کال پوري د امریکا د دفاع د وزیر مرستیال
کارټر چې په عمر ٦٠ کلن دی، د ٢٠١١م کال نه تر ٢٠١٣م کال پوري د امریکا د دفاع د وزیر مرستیال

کله چې د کارټر د تاییدولو په باب د فیبروري په ۴مه استماعیه غونډه روانه وه، هغه د امریکا د دفاع د وزارت د بودیجې د زیاتولو، دنوو وسلو د اخیستلو اوژر تر ژره عسکرو ته د نوي ټیکنالوجۍ د تهیه کولو په اړه خپل عزم څرگند کړ.

هغه دغه راز د کانگرس غړو ته دا هم وویل چې دی غواړي یوکراین ته وسلې ورکړي، مگر وروسته یې ځکه د احتیاط نه کار واخیست چې د یوکراین د لانجې د حلولو د پاره د نړۍ والي ټولني د هلو ځلو اصلي هدف په روسیې باندي د اقتصادي او سیاسي فشارونو اچول وو.

کارټر به د اوباما د دفاع څلورم وزیر وي. هغه د ( چک هیگل) په ځای راغلی ،هیگل تیر کال تر فشارونو لاندي استعفی وکړه.

دې نه مخکې رابرټ گیټس او لیوان پنیټا هم د اوبامه په اداره کې د دفاع د وزیر په توگه کار کړیدی.

XS
SM
MD
LG