د لاس رسي وړ اتصالات

چین: په افغانستان کې پراخ بنسټه سوله غواړو


چین ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په وخت اخیستل شوی تصویر
چین ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په وخت اخیستل شوی تصویر

د چین د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د سفر په وخت د افغانستان د ملي وحدت د حکومت سره د خپل ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړیده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې افغانستان یو پراخ بنسټه، د روغې جوړې په مفکوره ولاړ حکومت چې طالبانو په شمول نورو طرفونو سره پکې روغه جوړ وشي، د افغانستان د ثبات او اوږدې مودې امنیت ضمانت ورکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ ي ایس این د اسلام اباد د دوه ورځني سفر په مهال د پاکستاني مشرانو سره د دواړو ملکونو په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان په موضوع خبرې کړیدي.

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو چارو د سلا کار وزیر سرتاج عزیز سره په یو گډ خبري کانفرانس کې د چین خارجه وزیر وویل چې نړۍ باید افغانستان د ولسمشر اشرف غنی سره تماس کې ووسي او د ملي وحدت د حکومت ملاتړ وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې چین دا ژمنه کړیده چې د افغانستان په بیا رغونه کې به خپله برخه جاري ساتي او د سولې او ملي روغې جوړې دپاره به مرسته هم کوي. هغه وویل "موږ د افغانستان د دولت او نورو سیاسي ډلو په شمول د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوو. چین په دې باور دی چې افغانستان کې د ټولو طرفونو په خوښه قایم یو پراخ بنسټه بندوبست د افغانستان د ملي یو والي، ثبات او امنیت تضمین ورکوي. دې لړ کې به چین خپل طرف نه هر ممکن کومک کوي."

افغانستان نه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو قواو د وتلو سره سم په افغانستان کې د چین علاقمندي زیاته شویده او د یو شمیر کارپوهانو په نظر چین دې دپاره هم افغانستان د افرطي قوتونو ارام کیدل غواړي چې په خپل یوغور مسلمانانو کې د افراطیت زور را کم کړي. همدا راز چین په افغانستان کې د خپلې لگیدلې سرمایې او کارمندانو د ژوند دپاره هم د سولې سره ډیره علاقه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا وايي چې افغانستان کې بیا رغونه او د فقر ختمول د افغانستان روښانه اینده تظیمینولی شي. هغه وايي چې موږ باید د افغانستان سره اقتصادي مرستې او ټولنیزې وده کې مرسته وکړو. د افغانستان بیا رغونه د مسلې د اساسي حل دپاره ډیر ارزښت لري.

د چین د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو سلا کار وزیر سرتاج عزیز وویل چې "ما د چین د بهرنیو چارو وزیر ته دا معلومات ورکړل چې په دې تیر څو میاشتو کې داسې گامونه اخیستل شوي چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې ېې بهتري راوستې. موږ به د چین سره په گډه د افغاستان د سولې دپاره کار کوو."

چین د افغانستان د طالبانو سره هم تماس کې دی او دې نږدو وختو کې د طالبانو یو هیت بیجنگ ته هم تللی و. خو چین په دې اړه څه نه دي ویلي. مګر طالبانو ېې تصدیق کړی چې د چین سره خبرې شویدي. طالبان وايي چې کله دوی د افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي نو د چین رول به مهم و اوسي.

د امریکا متحده ایالات او افغان دولت په پاکستان دا تور لگوي چې دوي د افغانستان د طالبانو مشرانو ته سر پناه ورکوي. خو پاکستان دا تور نه مني .خو سیاسي مبصرین وايي چې طالبانو او د چین ترمنځ اړیکو کې پاکستان د مرستندویو کار ترسره کړیدی.

XS
SM
MD
LG