د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د نجونو ترمنځ د باسکتبال سیالۍ وشوې


د ورزش د پرمختګ د سازمان مسول سید محمود ضیا دشتي وايي چې دوی غواړي ددغه راز سیالیو په ترسره کولو سره نجونې ورزش ته وهڅوي
د ورزش د پرمختګ د سازمان مسول سید محمود ضیا دشتي وايي چې دوی غواړي ددغه راز سیالیو په ترسره کولو سره نجونې ورزش ته وهڅوي

دغه سیالۍ د ورزش د پرمختګ د سازمان لخوا د کابل ښار د پوهنتونونو او آزادو کلپونو ترمنځ ترسره شوې چې هدف یې د نجونو د ورزش پرمختګ او ورزش ته د نجونو رابلل وو.

د ورزش د پرمختګ د سازمان مسول سید محمود ضیا دشتي وايي چې دوی غواړي ددغه راز سیالیو په ترسره کولو سره نجونې ورزش ته وهڅوي او په سالم چاپیریال کې د خپلې خوښې ورزش پرمخ یوسي.

د دشتي په وینا په ټولنه کې دودیزې او ټولنیزې ستونزې د نجونو د پرمختګ خنډ ګرځي ، خو دوی تل هڅه کړې چې دا دود مات کړي او نجونو ته هم لکه د هلکانو په څیر د ورزش کولو زمینه برابره کړي.

دشتي‌ وايي" زموږ هڅې دا دی چې له پخوا څخه زیاتې نجونو ته فرصتونه برابرو کړو چې په فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه اخلي او په رسنیو کې د نجونو د فعالیتونو په هکله د خبرونو خپرول کولای شي چې لا نور هم دوی وهڅوي".


په ورته وخت کې نجونې وايي که څه هم دوی لپاره په مرکز کې د لوبو کولو زمینه برابره ده ، خو لکه څنګه چې لازمه ده په ولایتونو کې نجونې په پوره توګه ورزشي آسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.

د سمیرا په نوم یوې لوبغاړې امریکا غږ ته وویل چې چارواکي ورته په سمه توګه پاملرنه نه کوي او دا ددې لامل شوی چې ورزش په ښه توګه پرمختګ ونه کړي.

دی له حکومت څحخه غواړي چې په جدي توګه په ورزش پانګونه وکړي او په کار پوه کسان په دندو وګماري ترڅو د نجونو له استعدادونو څخه هم په ښه توګه کار واخیستل شي.

اصغري وايي "د تیر پرتله ورزش اوس ښه شوی دی ، خو موږ زیات ملاتړ ته اړتیا لرو په نجونو باید زیات کار وشي ترڅو په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي او ښې لاسته راوړنې ولري".

د ورزش د پرمختګ سازمان وايي چې په روان کال کې یې د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې په اتو ورزشي برخو کې شپیته ټیمونه جوړ کړي دي چې د نجونو برخه هم پکې شامله ده.

چارواکي وايي په پام کې لري‌ چې په نوي‌ لمریز کال کې د افغانستان په هغو سیمو کې چې ورزش پکې دود نه دی او یا هم کم دی ورزشي‌ ټیمونه جوړ کړي او د نجونو ورزش ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG