د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین په ختیځ کې بیلتون غوښتونکو یو مهم ښار نیولی دی


د دیبالت سیف ښار د چهارشنبې په ورځ د بیلتون غوښتونکو لاس ته ولویدی.
د دیبالت سیف ښار د چهارشنبې په ورځ د بیلتون غوښتونکو لاس ته ولویدی.

د اوکراین په ختیځ کې د سختو جګړو نه وروسته، د روسیې طرفدارو بیلتون غوښتونکو د دیبالت سیف ښار نیولی دی.

د دغه ښار نه د اوکراین پوځ په شا شوي دی او د چهارشنبې په ورځ پکښې د بیلتون غوښتونکو بیرغ رپیدی.

د دیبالت سیف ښار د اورګاډو د مرکز په توګه پيژندل کیږي او د دې لپاره مهم دی چې د بیلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې لوهانسک د دونتڅک سره نښلوي.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د اوکراین ختیځ ته سفر کړی چې د اوکراین د هغو پوځیانو سره وګوري چې د دیبالت سیف د ښار نه راوتلي دي. د اوکراین عسکر د دیبالت سیف د ښار د دې نه ورسته ووتل چې بیلتون غوښتونکو په ښار تعرضي عملیات پيل کړل.

د اوکراین ولسمشر پوروشینکو اوکرایني عسکرو ته وویل چې «زه ستاسو نه مننه کوم، د دې لپاره چې تاسو په خپل پوځي ماموریت کې بې مثاله اجراات کړي دي، ستاسو د زړه وړتوب لپاره . . . چې تاسو په تیرو شپږو میاشتو کې د دیبالت سیف د دفاع لپاره د ځان نه ښودلی دی.»

د اوکراین ولسمشر خپلو قواوو ته امر کړی و چې د دیبالت سیف د ښار نه دې ووځي. هغه د عسکرو د وتلو امر وروسته له دې نه وکړ چې یاغیانو په سلګونو حکومتي عسکر ونیول او پاته عسکرو ته یې د ډوډۍ او اوبو د رسولو لارې بندې کړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین بیا په دیبالت سیف کې د کیف د هڅو په اړه خپل دریځ داسې بیان کړ.

«البته، دا تل بده ده چې [جګړه] وبایلل شي. البته، دا تل دردونکې ده چې [جګړه] وبایلل شي. . . خو ژوند ژوند دی، او بې له شکه روان به وي.»

د روسیې ولسمشر وویل چې «موږ باید چې اصلي وظیفه سرته ورسوو، او هغه دا چې د خلګو ژوند خوندي کړو، څوک چې اوس هلته دي او دا اطمیناني کړو چې دوی بیرته د خپلو کورنیو سره یو ځای شي، او هغه پلان په پوره توګه عملي کړو چې په مېنسک کې ورباندې موافقه شوې ده. زه مطمین یم چې دا به ترسره شي. بله لاره نه شته. »

بیلتون غوښتونکو په دې باندې تاکید کاوه چې د دیبالت سیف ښار یې د اوربند د ټینګیدو نه مخکې محاصره کړی و.

دوی وویل چې دغه د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې راځي او د هغه لومړۍ کرښې د ساحې برخه نه ده چې هییت پرې موافقه کړې وه چې جګړه به پکښې پای ته رسیږي. ښاغلي پوروشینکو د یاغیانو دغه ادعاوي رد کړيدي.

په وروستیو اونیو کې د دیبالت سیف ښار د اوکراین د حکومتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ د جګړې مرکز و.

XS
SM
MD
LG