د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان افغان طالبان د سولې خبرو ته هڅوي

امریکا او طالبانو دواړو هغه مطبوعاتي راپور رد کړیدي چې دوي د پنجشنبې په ورځ په قطر کې د یو بل سره د لیدو تابیا کړې وه.
امریکا او طالبانو دواړو هغه مطبوعاتي راپور رد کړیدي چې دوي د پنجشنبې په ورځ په قطر کې د یو بل سره د لیدو تابیا کړې وه.

د افغانستان د طالبانو یو ویاند زبیح الله مجاهد رسنیو سره په تیلیفوني تماس کې ویلي دي چې دوي اوس هم په دې باور دي چې افغانستان د خارجي قواو په قبضه کې دی او دوي د چا سره د خبرو کولو په اړه پخپل پخواني دریځ همداسې قایم دي. همداشان په واشنگټن کې هم د امریکا د خارجه وزارت یوې مامورې دا خبره رد کړیده چې گني امریکا د طالبانو سره کله مخامخ خبرې کړې وي.

امریکا او طالبانو دواړو هغه مطبوعاتي راپور رد کړیدي چې دوي د پنجشنبې په ورځ په قطر کې د یو بل سره د لیدو تابیا کړې وه.

د طالبانو ویاند دغه خپاره شوي راپورونه دستوري او دروغ بللي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین پساکي کې ویلي دي چې موږ د طالبانو سره مستقیمه اړیکه نه لرو.

د طالبانو سیاسي دفتر په دوحه قطر کې دی او د هلته د دوي استازي د نړیوالې ټولنې سره اړیکې نیسي. ځیني راپورونه چې د بې نومه پاکستاني نظامي مقاماتو له قوله خپاره شوي وايي چې پاکستان کوشش کوي چې طالبان د خبرو میز ته راولي.

طالبان د پخوا نه دا دریځ لري چې دوي د افغان دولت سره د خبرو نه مخکې د امریکا د دولت سره خبرې کول غواړي.

د افغانستان دولت په دې ټنیگار کوي چې په راتلونکي پسرلي کې چې بیا د جنگونو موسم پیلیږي، حملو کې کمی راشي او دې سره د هغو گامونو په اړه هم باوري شي چې پاکستان ېې د سولې د کوششونو سره د مرستې په نوم پورته کوي او گټه ېې معلومه شي.

د طالبانو مشرانو د افغان دولت سره د سولې د خبرو دپاره درې شرطونه وړاندې کړې دي. یو دا چې افغانستان نه د امریکايي قواو د وتلو یو مکمل مهال ویش وټاکل شي. دویم دا چې د امریکا په بند کې ټول طالب بندیان خوشې شي او دریم د ملگرو ملتو لخوا په تور لست کې ټول طالب مشران مبرا او مالي او سفري بندیزونه ورنه لرې شي.

د افغانستان دولت تل دا ویلي چې دوي هم د هغو خبرو یوه برخه کیدل غواړي چې امریکا او طالبان ېې ترسره کوي. د افغانستان د جمهوري ریاست یو ویاند اجمل عابدي ویلي دي چې «دا خبره په پوره باور سره کولی شو چې تر اوسه داسې کوم مزاکرات نه دي شوي. نړیواله ټولنه هیله منده ده چې افغانستان کې سوله راشي او دې لړ کې د افغانستان ملي واکمنۍ ته درناوی کوي. نو موږ نړیوالې ټولنې ته درناوی لرو او د نړیوالې ټولنې نه هم داسې توقع لرو.

په قطر کې د طالبانو سره د خبر خپریدو نه څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ مشر او د استخباراتو ریس کابل ته تلل و او طالبانو سره د جگړې په لړ کې د همکاریو په زیاتولو غږیدلي وو.

کله چې د پاکستان د پوځ د ویاند نه په دې اړه پوښتنه وشوه چې د قطر د خبرو په اړه دوي څه نظر لري، نو هغه وايي چې پاکستان افغانستان کې د سولې او روغې جوړې د بهیر ملاتړ کوي او د دې خبرو اساس باید پخپله ښکیل ووسي. دغه ویاند هیله وښوده چې ټول اړخونه به د مسولیت سره کار کوي او د سولې دښمنان به نه پریږدي چې خپلو هڅو کې بریالي شي.

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم باجوه د امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د یاغیانو خلاف د روانو عملیاتو په نتیجه کې افغانستان کې دننه د افراطیانو حملې کمې شویدي او دواړو طرفونو ژمنه کړیده چې امنیتي چارو کې به همکارۍ ته وده ورکوي.

د پاکستان د پوځ مشران وايي چې د شمالي وزیرستان په سرحدي سیمه کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو د هغو ترورستانو ځالې ورانې کړیدي چې د پولې دواړو غاړو ته ېې حملې کولې.
د پاکستان د پوځ مشران وايي چې د شمالي وزیرستان په سرحدي سیمه کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو د هغو ترورستانو ځالې ورانې کړیدي چې د پولې دواړو غاړو ته ېې حملې کولې.

هغه وايي «زه وینم چې د دواړو طرفونو ترمنځ اړیکې په ښه کیدو دي او که خدای کول نو د افغانستان دننه به حملې کمې شي او موږ وینو چې د ضرب عضب په نوم نظامي عملیاتو نه پس د افغانستان دننه د حملو شدت کم شویدی. یا خو دغه یاغیان وژل شویدی او یا دوي د تښتې په حالت کې دي. نو که چرته افغانستان ته هم اوړیدلي وي نو د افغانستان او نړیوالو امنیتي ځواکونو د سترگو نه پټیدی نشي.

دا تور په پاکستان د ډیر وخت نه لگیږي چې د طالبانو مشران او د دوي جگړه ماران د پاکستان په سرحدي سیمو کې دي او د پاکستان د پوځ دننه ملگري لري .خو پاکستان دغه تورونه رد کړیدي.

د پاکستان د پوځ مشران وايي چې د شمالي وزیرستان په سرحدي سیمه کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو د هغو ترورستانو ځالې ورانې کړیدي چې د پولې دواړو غاړو ته ېې حملې کولې.

د افغان طالبانو دننه سرچینې وايي چې د پاکستان مقامات په دوي فشار راوړي چې دوي دې راتلونکو اوونیو کې افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي. خو د طالبانو ویاند چې د امریکا غږ سره خبرې کولې په دې اړه څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG