د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ:د کرېس ګیل غبرګو سلیزو، زمبابوې ته ماتې ورکړه


کریس ګیل لومړنی لوبغاړی شو چې په نړیوال جام کې په یوه لوبې کې دوه سلیزې کوي.

کریس ګیل لومړنی لوبغاړی شو چې په نړیوال جام کې په یوه لوبې کې دوه سلیزې کوي.

د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په ننیو سیالیو کې ویسټ انډیز زمبابوې ته په ۷۳ منډو ماتې ورکړه.

د سه شنبې په ورځ د اسټرالیا په پلازمېنې کنبېرا کې، د ویسټ انډیز کپټان د پچې له ګټلو وروسته د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، که څه هم د ویسټ انډیز د سر لومړنی لوبغاړی سمیت په صفر وسوځېد، خو نن د کریس ګیل بخت بیداره و.

کریس ګیل لومړنی لوبغاړی شو چې د کرېکټ په نړیوال جام کې په یوې لوبې کې ۲۱۵ منډې کوي.

ده ۱۶ شپږیزې او لس څلوریزې ووهلې، له ده سره مل بل لوبغاړي سامیولز هم ۱۳۳ منډې وکړې او ترپایه و نه سوځېد.

ویسټ انډیز د دو لوبغاړو په سوځېدو سره زمبابوۍ ته د ۳۷۲ منډو هدف ورکړ چې په دغه نړیوال جام کې تر دې دمه تر ټولو لوړ هدف دی.

زمبابوې تیزه لوبه پیل کړه، که څه هم لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل خو ۲۸۹ منډې یې وکړې او په دې ډول یې په نړیوال جام کې په دوی ځل ماتې وخوړه.

د لوبې غوره لوبغاړی کریس ګیل شو.

ویسټ انډیز په دریو کې یوازې یوه لوبه پر ایرلېنډ بایللې ده، بله یې له پاکستان او نن یې له زمبابوۍ نه وګټله.

په بي ګروپ لومړنۍ لوبډله هند، دویمه ویسټ انډیز دریمه ایرلېنډ او څلورمه یې جنوبي افریقا ده.

د چهارشنبې د ورځې لوبه بیا هم د بي ګروپ د دوو لوبډلو اماراتو او اېرلېنډ ترمنځ ده، ایرلېنډ خپله لومړنۍ لوبه ګټلې ده او اماراتو بیا بایللې ده.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG