د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د اوربند د نه مراعتولو د مسولیت پر سر اختلافات


د روسیې، اوکراین، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین د اوربند په اړه په پاریس کې غونډه وکړه

د روسیې، اوکراین، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین د اوربند په اړه په پاریس کې غونډه وکړه

د روسیې، اوکراین، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه په دې اړه چې د اوکراین په ختیځ کې د اوربند د نه مراعتولو مسئول څوک دی د سه شنبې په ورځ بېله دې چې کومه موافقه وشي ختمه شوه.

دغو لوړ پوړو دیپلوماتانو په پاریس کې په داسي حال کې سره وکتل چې د اوربند د موافقې په اړه، چې د لومړیو کرښو نه د درندو وسلو د ایستل غوښتنه هم پکښې شامله ده، اندیښنې را پیدا شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا خبري سختي وي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی په ځینو تخنیکي برخو باندي موافقه وکړه. په دغو تخنیکي مسایلو کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له خوا د څارنې ماموریت هم شامل دی. خو په دې موافقه نه ده شوې چې د اوربند په ماتولو کې باید څوک مسئول وبلل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې بحثونه په عمومي توگه د سولي د موافقې په اړه ول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون د امریکا د سنا د مجلس یوې کمیټې ته وویل چې روسیې په اوکراین کې د خپلو فعالیتونو په اړه ده ته پرله پسې دروغ ویلي دي.

ښاغلي کېري وویل چې د امریکا د حکومت دننه په دې باندې بحثونه کیږي چې آیا اوکراین ته د ځان د دفاع پخاطر مرګانۍ وسلې ورکړل شي او که نه.

د یو سند خپریدل

د روسیې یوې ورځپاڼې هغه څه چې ورځپانه ورته د ستراتیژۍ یو سند وايي خپورکړی دی. په دغه سند کې د روسیې نه غوښتل شوي دي چې د کریمیا ټاپووزمه او د اوکراین د ختیځ ځیني سیمې دې د ځان سره وتړي.

دا سند د ٢٠١۴م کال د فبروري په سر کې لږ وروسته له هغه کریملین ته وړاندې شو چي د روسیې طرفدار ولسمشر ویکتور یانو کوویچ له قدرت نه را وپرځول شو.

د نووایا ګزیت په نامه مستقلې اونیزې خپرونې د دې سند یولنډ او مختصر متن د سه شنبې په ورځ په خپله ویب پاڼه کې خپور کړی دی او هغه یې یو« تحلیلي سند» بللی دی چې شاید د ٢٠١۴م کال د فبروري د څلورمې نیټې نه نیولې بیا تر ١٥ مي نیټې پوري کریملین ته وړاندې شوی وي.

ښاغلی یانو کوویچ د ٢٠١۴م کال د فبروري په ٢١مه د کیف نه وتښتېد او وروسته یې روسیې ته ځان ورساوه.

د روسیې حکومت د هغه د راپرځولو نه یوه میاشت وروسته کریمیا د یوکراین نه بېله کړه او د ځان سره یې وتړله.

روسیې د هغه وخت را پدې خوا د اوکراین په ختیځ کې د وسله والو بېلتون غوښتونکو ملاتړ ته هم دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG