د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني د امریکا کانګرس ته وینا کوي


دا به د کانګرس دواړو جرګو ته ولسمشر غني لمړني وینا وي
دا به د کانګرس دواړو جرګو ته ولسمشر غني لمړني وینا وي

د امریکا د متحدو ایالاتو د کانګرس د استازو د جرګې مشر، جان بئنر، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته رسمي بلنه ورکړې چې د کانګرس د دواړو جرګو یوې ګډې غونډې ته د مارچ پر ۲۵ نیټه، وینا وکړي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني او د افغان حکومت اجرائیه مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله په روانه میلادي میاشت کې واشنګتن ته سفر وکړي.

د افغانستان د ملي يووالي د حکومت له جوړیدو وروسته، دا به امریکا ته د ښاغلیو غني او عبدالله لمړنی ګډ سفر وي. له دې وړاندې دوي دواړه لندن او بروکسل ته ګډ سفر کړی وو.

په یوې خبرپاڼې کې چې د جان بئنر د دفتر لخوا خپره شوې افغانستان د متحدو ایالاتو د یوه مهم ملګري او متحده په توګه یاد شوی دی.

ښاغلي بئنر دغه راز ویلي " دا وینا به یو مهم فرصت وي چې (د افغانستان) له نوي ټاکل شوي ولسمشر نه واورو چې متحده ایالات څنګه کولاې شي چې د ګډو موخو د پرمختګ او له افغانانو نه زموږ د ملاتړ د بیاڅرګندولو لپاره، اقدام وکړي".

د افغانستان د ولسمشر د دفتر یوه چارواکي چي غوښتل یې نوم یې وانخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې ولسمشر غني امریکا په کانګرس کې د وینا بلنه، منلې ده.

لدې وړاندې د ۲۰۰۴ کال د جون پر ۱۵ نیټه پخواني ولسمشر حامد کرزي د کانګرس یوې ګډې ناستې ته وینا کړې وه.

تیر میلادي کال د متحده ایالاتو د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې جمهوریت غوښتونکو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت وګټه. جمهوریت غوښتونکو په تیرو څو میاشتو کې د ولسمشر باراک اوباما، چې د دموکرات ګوند دی، ځيني تقنیني موخې ننګولي دي.

د ۲۰۰۴ کال د جون په میاشت کې پخواني ولسمشر د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کړې وه
د ۲۰۰۴ کال د جون په میاشت کې پخواني ولسمشر د کانګرس دواړو جرګو ته وینا کړې وه

XS
SM
MD
LG