د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران په اړه د سعودي اندیښنې ختموي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د چارشنبې په ورځ ناوخته د سعودي عربستان پایتخت ریاض ته ورسید، دې نه مخکې هغه په سویس کې تر دریو ورځو پورې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره ملاقاتونه درلودل. د دې ملاقاتونو هدف دا و چې د ایران د اتومي پروگرام په سر یو تړون د مارچ د پای نه مخکې وشي.

د خلیج په هیوادونو کې د امریکا دوست هیوادونه په تیره سني سلطنت سعودي عربستان دا تشویش لري چې ایران سره په اتومي پروگرام شوی تړون به ایران د اتوم بم جوړولو نه ایسار نه کړي. دوي دا اندیښنه هم لري چې د تړون سره به په ایران نړیوال فشار کم شي او ایران به د سیمې په چارو کې نورې لاس وهنې ته ازاد شي.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو د وزیر سره په شریک خبري کانفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ د ایران سره چې د اتومي پروگرام په سر کوم تړون غواړو هغې کې به کومه غټه معاله نه کوو
د سعودي عرب د بهرنیو چارو د وزیر سره په شریک خبري کانفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ د ایران سره چې د اتومي پروگرام په سر کوم تړون غواړو هغې کې به کومه غټه معاله نه کوو

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ریاض کې د خبریالانو سره د خبرو وخت ویلي دي چې موږ د ایران سره د دوي د اتومي پروگرام په سر خبرې کوو، خو ورسره په ایران دا نظر هم ساتو چې په سوریه، لبنان، عراق، سیمه او نور عرب ملکونو کې ثبات ته تاوان ورسوي.

د سعودي عرب د بهرنیو چارو د وزیر سره په شریک خبري کانفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ د ایران سره چې د اتومي پروگرام په سر کوم تړون غواړو هغې کې به کومه غټه معاله نه کوو او نه به امریکا د ایران د مداخلې په مقابل کې د خلیج ملکونو سره ملگرتیا نه لاس واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دې تړون نه پس به هیڅ تغیر په سیمه کې نه راځي

که چرې د ایران سره کوم تړون کیږي هغه به یوازې د اتومي وسلو د ختمولو وي، نور به سیمې ته کوم گواښ نه متوجې کیږي.

ښاغلي کیري د پنجشنبې په ورځ په بحرین کې د خلیج ملکونو د بهرنیو چارو وزیران سره ولیدل، چې دې کې د کویت، عمان، قطر ،سعودي عرب او د متحده عربي اماراتو خارجه وزیران شامل وو
ښاغلي کیري د پنجشنبې په ورځ په بحرین کې د خلیج ملکونو د بهرنیو چارو وزیران سره ولیدل، چې دې کې د کویت، عمان، قطر ،سعودي عرب او د متحده عربي اماراتو خارجه وزیران شامل وو

ښاغلي کیري د پنجشنبې په ورځ په بحرین کې د خلیج ملکونو د بهرنیو چارو وزیران سره ولیدل، چې دې کې د کویت، عمان، قطر ،سعودي عرب او د متحده عربي اماراتو خارجه وزیران شامل وو. دغه ټول سني ملکونه د ایران د اتومي پروگرام په اړه اندیښنه لري او فکر کوی چې ایران اتومي وسله ولري نو سیمه کې به نوره هم مداخله زیاته کړي.

د امریکا په شمول د پینځه جمع یو ملکونو چې انگلستان،چین، فرانسه،جرمني او روسیه پکې شامله ده،دوی غواړي چې ایران سره د دوي د اتومي پروگرام د مخنیوي په هدف یو تړون وکړي.

په بدل کې به غربي نړۍ ایران باندې لگیدلي بندیزونه نرم کړي. ایران به یوازې د ملکي گټې دپاره اتومي پروگرام لرلی شي.

د ایران سره د روانو خبرو په اړه دامریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوي غواړي چې د مارچ تر اخره یو تړون ته ورسي، خو تراوسه دومره زیات پرمختگ نه دی شوی او یو څه نورې ارادې ته ضرورت لري.

ښاغلی کیري وايي چې کیدی شي چې ایران د دې تړون په مقابل کې د هو ویلو نه ډډه کوي، کوم تړون چې د نړیواله ټولنه پکې یو لړ ضمانتونه غواړي.

ښاغلی کیري وايي چې د ایران سره به د خبرو بل پړاو به د مارچ په ١٥ نیټه ترسره کیږي، او هیله لري چې هغه وخت به معلومه شي چې ایران کلکه فیصله کوی او که څنگه؟

د ریاض د سفر په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سعودي د نوي باچا ملک سلمان سره هم لیدلي
د ریاض د سفر په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سعودي د نوي باچا ملک سلمان سره هم لیدلي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو مامور د چارشنبې په ورځ ویلي وو چې د امریکا جمهورریس براک اوبامه به د مارچ د میاشت په اخر کې دا فیصله کوي چې ایا ایران سره نورې خبرې کول پکار دي او که نه؟

د ریاض د سفر په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د سعودي د نوي باچا ملک سلمان سره هم لیدلي.دغه ملاقات د شاهي کورنۍ په پلرني کور شویدی.

په دې ملاقات کې د ریاض دپاره د امریکا سفیر جوزف ویسټفیل،او د بهرنیو چارو مرستیال وزیره این پیټرسن هم ملگرې وه،

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د خلیج ملکونو د مقاماتو سره د ایران د اتومي پروگرام نه علاوه د د سیمې په نورو مسلو،لکه یمن کې نا امي او عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې خلاف یوه شریکه مبارزه کول.

ښاغلی کیري به د سعودي عرب د سفر نه پس لندن ته ځي.

XS
SM
MD
LG