د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق د تکریت ښار په سر سخته جگړه روانه ده


د عراقي قواو سره ملگري شعیه رضاکار د تیرو څلورو ورځو نه لگیا دي او د دجلې د سیند په غاړه د تکریت د ښار د نیولو او د اسلامي دولت د ډلې د ویستلو دپاره جگړه کوي.

د تکریت ښار چې اکثریت ېې سنیان دي د بغداد نه اتیا کیلو میتره پروت دی او د عراق دویم ستر ښار موصل په لاره کې راځي.

د عربي رسنیو په اساس د جگړې دواړو طرفونو د یو بل سنگرونو حملې کړیدي، د عراق دولتي قواو د مخالف لوري خوا ته تلونکې د رسد لارې تړلې دي ،په مقابل کې د اسلامي دولت ډلې داعیش د تیلو نه ډک خندقونه جوړ کړي او اور ېې پکې بل کړیدي. د اور د خړو لوگو سره د دولتي الوتکو دپاره سخته شوېده چې په داعیش جگړه مارو بمبار وکړي.

د عراقي سرچینو په اساس د اسلامي دولت ډلې کسانو د تکریت چار چاپیره د تیلو کوهیو ته هم اور ورته کړیدی
د عراقي سرچینو په اساس د اسلامي دولت ډلې کسانو د تکریت چار چاپیره د تیلو کوهیو ته هم اور ورته کړیدی

د عراقي سرچینو په اساس د اسلامي دولت ډلې کسانو د تکریت چار چاپیره د تیلو کوهیو ته هم اور ورته کړیدی، خو امریکا غږ تر اوسه د کومې ازادې منبعې نه د دې خبر تاید نه دی ترلاسه کړی.

د عراق د پوځ یو قوماندان ویلي دي چې د ده لښکرو د اسلامي دولت د ډلې نه یو شمیر کلي ازاد کړیدي. هغه وايي«زما عسکرو د عوامي د اوبو بند په استقامت پرمختگ کړیدی. دوي ٣٥ کیلو میتره مخکې تللي دي، دوي د ابو فیاض، ابو شرواب،ابدالیه او قریشي کلي د ده په وینا آزاد کړیدي.

د پولیس یو مامور د عراق دولتي تلویزون ته ویلي دي چې د اسلامی دولت ډلې ملیشو تکریت په لور تلونکې تللې یوه لار په بمونو ډکه کړې او بنده کړیده

هغه وايي« زموږ قواو په لاره قریب ۴٠ ٥٠ چاودیدونکي مواد خنثا کړیدي، دغه ماینونه د دور د کلي په سړک ښخ شوي وو،خو اوس موږ لرې کړي او پرمختگ مو کړیدی.

د عراق د پوځ یو قوماندان ویلي دي چې د ده لښکرو د اسلامي دولت د ډلې نه یو شمیر کلي ازاد کړیدي
د عراق د پوځ یو قوماندان ویلي دي چې د ده لښکرو د اسلامي دولت د ډلې نه یو شمیر کلي ازاد کړیدي

د الشرقیه په نوم عراقي تلویزون په خپلو خبرونو کې ویلي چې د اسلامي دولت د ډلې موټر بمونو حمله کونکو دولتي قواو ته زیانونه رسولي دی. دریو موټر بم چاونکو حملو کې ځانونه وژلي او د راپورونو په اساس دوه نور موټر بم چونکي هدف نه مخکې په نښه شوي او له منځه وړل شویدي. ویل کیږي چې په دې جگړه کې د شعیه ملیشې مهم مشران هم وژل شویدي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي چې د عراق د پخوانۍ بعث ډلې کسان د اسلامي دولت د ډلې سره ملگري شوي او د عراقي پوځ سره جنگیږي، دوي به راتلونکي وخت کې هیڅ برخه ونلري. خو هغه کسان چې د صدام د وخت ډیر فعال کسان نه وو،هغوي ته هرکلی وایو.

په پاریس پوهنتون کې د سیاسي چارو د څانگې پروفیسر خاطر ابو دیاب وايي چې صدراعظم عبادي یو مخلص انسان دی خو هغه د شعیه افراطیانو د تاثیر لاندې دې او ایران هم ورباندې اغیزې لري، نو ځکه ورته سخته ده چې سني مخالفین بیرته رضا کړي.

هغه وايي چې د تکریت ښار سنیانو ته په دوه حوالو ډیر اهمیت لري، یو دا چې دا صدام حسین پلرنی ښار دی او بل د بیت المقدس د فاتح صلاح الدین ایوبي ټاټوبی هم دی. نو اوس چې ایران او شعیه رضا کار هم د اسلامي دولت ډلې خلاف جگړه کې داخل شویدي نو سنیان د عراق د دولت خلاف شویّی.

د پولیس یو مامور د عراق دولتي تلویزون ته ویلي دي چې د اسلامی دولت ډلې ملیشو تکریت په لور تلونکې تللې یوه لار په بمونو ډکه کړې
د پولیس یو مامور د عراق دولتي تلویزون ته ویلي دي چې د اسلامی دولت ډلې ملیشو تکریت په لور تلونکې تللې یوه لار په بمونو ډکه کړې

د عراقي شعیه گانو یو مهم مشر امر حکیم په یوه تلویزوني وینا کې ویلي دي چې د روان بحران هدف اصل کې د اسلام خلاف یوه پراخه جگړه پیلول دي او د افراطیانو خلاف جگړه کول د اسلام اصلي څهره بیرته روښانول دي. هغه وايي چې د عراق او سورېې د شخړې نه راپورته شوې جگړه خپل معلوم طرفونه لري:.

XS
SM
MD
LG