د لاس رسي وړ اتصالات

بوکو حرام داعش ته بیعت وکړ


د بوکو حرام د ډلې مشر ابوبکر شیکاو
د بوکو حرام د ډلې مشر ابوبکر شیکاو

د بوکوحرام مبارزي ډلي د اسلامي دولت د ډلي سره په داسي حال کې د خپل ملاتړ او طرفداري وعده کړې چې د نایجیریا د ( بورنو) په ایالت کې د بمونو په یو لړ چاودنو کې څه د پاسه ٥٠ کسه وژل سوي دي. د بوکو حرام ډله په همدې ایالت کې زیات فعالیتونه لري.

د ( سایټ) په نامه یوې مؤسسې چې د جهادي ډلو فعالیتونه څاري، د شنبې په ورځ د بوکو حرام د ډلي له قوله لیکلي دي " مونږ خلیفه ته خپل تابعیت او وفاداري اعلانوو." دا پیغامپه یوې ویډیو کې خپور شوی دی او داسې ښکاري چې د نایجیریا د دغي یاغي ډلي له خوا ده.

د اسلامي دولت ډلي د عراق او سوریې ځیني برخي نیولي دي او خپل مشر (البغدادي) خلیفه بولي.

دا اعلان څو ساعته وروسته له هغه وشو چې د نایجیریا د ( بورنو) د ایالت په مرکز (میدوگوري) کې د بمونو په چاودنو کې لږترلږه ٥٥ کسه ووژل شول او ١۴٠ تنه زخمي شول.

پولیسو ویلي دي چې په دې ښار کې په څو ساعتونو کې څلور چاودني وشوې، چې ځیني یې د ځانمرگو ښځو له خوا وې. په یوې چاودنې کې چاودیدونکي مواد په ریکشا کې ځای پر ځای شوي ول او په یوه مارکیټ کې وچول شوه.

په سیمې کې د امریکا غږ یو خبریال وایي چې د ځوانانو څو ډلو د امنیت په ساتلو کې د امنیتي ځواکونو سره مرسته کوله، هغوي یو ځانمرګی برید کوونکي دیته پرېنښود چې مارکیټ ته دننه شي. دې ځانمرګي برید کوونکي د همدغو ځوانانو په منځ کې خپل ځان په بمونو والوزاوه چې ګڼ شمیر یې ووژل او ټپيې یې کړل.

XS
SM
MD
LG