د لاس رسي وړ اتصالات

په کرکوک کې د داعش په خلاف عملیات روان دي


شعیه ملیشې چې په کرکوک کې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي
شعیه ملیشې چې په کرکوک کې د حکومتي ځواکونو ملاتړ کوي

په عراق کې د تکریت ښار د نیولو لپاره د حکومتي ځواکونو عملیاتو روان دي. بل پلو د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وايي چې د عراق د فلوجي ښار ته نږدې او د سوریې د کوباني په ښارګوټي کې یې د اسلامي دولت د ډلې په اهدافو ۱۳ ځلې هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند ډګروال سټیف وارن وویل " امریکا او ملګرو هیوادونو یې د اګست د میاشتې راهیسې، چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف یې هوايي بریدونه پيل کړي دي، ۲۸۰۰ هوايي بریدونه کړي دي."

د عراق د کرکوک د سیمې نه د امریکا غږ د کردي څانګې خبریال دلشاد انور رپوټ ورکوي چې په سیمې کې یې د درنو بمباریو شواهد لیدلي دي. په دغې سیمې کې کردي پشمرګه ځواکونه هڅه کوي چې د اسلامي دولت د ډلې وسله وال د سیمې نه وباسي.

د امریکا د دفاع د وزارت چارواکو ویلي دي چې د کرکوک په سیمې کې یې د یکشنبې په ورځ دوه ځلې بمباري کړې ده.

بل پلو د سوریې نه رپوټونه وايي چې د یکشنبې په ورځ هغه جرمنۍ چې د کردانو سره د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جنګیدله وژل شوې ده. چارواکي وايي چې دغه جرمنۍ چې ایوانا هافمن نومیده د تل تمر ښار ته نږدې وژل شوېده. د تل تمر ښار ته نږدې، کردان د سوریې د عیسویانو سره یو ځای د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جنګیږي.

د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډله چې مرکز یې په لندن کې دی ويلي دي چې یکشنبې په ورځ د امریکا په مشرۍ ایتلافي قواوو د تیلو د تصفیې په یوې فابریکې هوايي برید کړی دی چې په نتیجه کې یې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

دغه ډله چې د جګړې په اړه معلومات د سوریې د داخل نه ترلاسه کوي وايي چې په وژل شوو کسانو کې د فابریکې کارګران او د اسلامي دولت د ډلې وسله وال شامل دي.

XS
SM
MD
LG