د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: د استرالیا د مهاجرت پالیسۍ 'غیرانسانی' ده


د استرالیا په لور تلوونکي مهاجر د سمندر له لارې په زړو بېړیو کې له خطره ډکه اوږده لار وهي.

د استرالیا په لور تلوونکي مهاجر د سمندر له لارې په زړو بېړیو کې له خطره ډکه اوږده لار وهي.

د ملگرو ملتونو ځانگړي رپوټ لیکوونکي هوان مندز، د شکنجې په اړوند د استرالیا د سیاسي پناه ورکولو پالسۍ ارزولې دي. هغه په خپل رپوټ کې د ماشومانو د توقیف کولو او د پاپوا نیوگینی د مهاجرینو په ساحوي مرکز کې د تاوتریخوالي په بندولو کې د ناکامۍ په وجه پر کانبیرا باندې انتقاد کړی دی.

ښاغلی مندز، دې نتیجې ته رسیدلی چې د سیاسي پناه غوښتونکو له حقونو څخه تیری شوی دی ځکه چې له هغوی سره "له ظلمه ډک، غیرانساني یا توهین آمیزه" چلند شوی دی.

د بشر د حقونو د قانون د خپلواک مرکز څخه دانیال ویب وایي دا رپوټ د استرالیا لپاره د شرم وړ دی. هغه وویل " هغه څه چې مونږ یې اوس ترسره کوو، هغو نارینو، ښځو او ماشومانو ته چې ژغورنه غواړي، خطر پیښوي. همداشان هغه باور زیانمن کؤی چې د یو ملت په توگه چې بشري حقونو ته درناوی لري او هغه یې په نړیواله کچه په مشکل سره ترلاسه کړی دی."

د ملگرو ملتونو رپوټ د استرالیا په سمندري پالیسو هم نیوکه کوي چې د هغې په اساس هغه کسان چې د سیاسي پناه غوښتنې په لټه کې دي په جبري توگه د سمندر په منځ کې راگیر کیږي پرته له دې چې کوم مدافع وکیل ته لاس رسی ولري.

د استرالیا د مهاجرینو ادارو دا فکر ردوي چې گواکی د دې هیواد د حکومت موقف نړیوال کنوانسیونونه نقض کوي. دوی ادعا کوي، هغوی چې استرالیا ته په غیر قانوني توگه داخلیږي ورته یو ډول خدمتونه ترسره کیږي.

د استرالیا صدراعظم توني ابوت، وویل چې د ملگرو ملتونو د دې ډول لکچرونو نه په تنگ شوی دی. هغه وویل چې د حکومت پالیسۍ یې سبب شوې چې خلک له خطره ډک سمندري سفر څخه ډډه وکړي او ددې ډول خلکو د مړینې کچه راکمه شي. هغه وویل په حقیقت کې د هغه د حکومت پالیسۍ پوره انساني دي او د استرالیا د مخکني حکومت موقف د هغه په وینا د انسانانو قاچاق تشویق کاوه.

د استرالیا د حکومت پالیسي چې پناه غوښتوونکي توقیف کوي نویېمې لسیزې ته رسیږي. اکثر دا پناه غوښتونکي د ایران، افغانستان، پاکستان او سریلانکا له هیوادونو اوسیدونکي دي.

د استرالیا د خلکو اراده

په استرالیا کې دواړه مطرح سیاسي گوندونه د دې اقدام پلوي کوي او وایي اکثر هغه کسان چې سیاسي پناه غواړي په حقیقت کې اقتصادي مهاجرین دي. استرالیایي مقامات ټینگار کوي چې د مهاجرت په اړوند د هغه هیواد سخت دریځه پالیسۍ استرالیایي رای ورکوونکو تائید کړې دي.

د استرالیا اوسنی محافظه کاره حکومت په ۲۰۱۳ کال کې په دې وعدې واکمني ترلاسه کړه چې د غیر قانوني مهاجرو په وړاندې به چې د سمندر له لارې په بېړیو کې استرالیا ته راځي، جدي اقدامات ترسره کړي.

په دې توگه هغه مهاجرین چې د سمندر له لارې او پرته له اسنادو استرالیا ته ورځي، د رسیدو سره سم د استرالیا په سمندري قلمرو کې درول کیږي او د هغوی د اسنادو د ارزونې او پلټنو تر وخته پورې په ناورو او پاپوا نیوگینی کې د مهاجرینو په توقیف ځایونو او کمپونو کې ساتل کیږي.

د حکومت د پالیسو له مخې هغو توقیف شویو کسانو ته چې قانوني پناه غوښتونکي ثابت نه شي په استرالیا کې ورته د اوسیدو اجازه نه ورکول کیږي. دا پالیسي په دې خاطر طرحه شوی چې د هغو پناه غوښتوونکو مخه ونیول شي چې استرالیا ته د تگ لپاره له خطره ډک سمندري سفر ته زړه ښه کوي. د استرالیا حکومت د ملگرو ملتونو د څو کنوانسیونونو په بنسټ هر کال ١۴٠٠٠ تنو ته د اوسیدنې ویزه ورکوي.

XS
SM
MD
LG