د لاس رسي وړ اتصالات

کلنټن: د اسانۍ لپاره مې د خصوصي ایمیل نه کار اخیست


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن وايي چې کله چې د بهرنیو چارو وزیره وه دا به ښه وای چې د دوو جلا ایمیلونو نه یې کار اخیستی وای. خو هغه وايي چې کوم غلط کار یې نه دی کړی.

دا د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې په رپوټ باندې د میرمن کلنټن لومړنۍ تبصره وه. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي و چې میرمن کلنټن د خپل وزارت په دوران کې د رسمي مکاتباتو لپاره د خپل رسمي ایمیل په ځای د خصوصي ایمیل نه استفاده کوله.

انتقاد کوونکي په میرمن کلنټن باندې تور لګوي چې غواړي جنجالي مخابرې یا ایمیلونه پټ کړي، چې پکښې هغه ایمیلونه هم شامل دي چې د لیبیا د بنغازي په ښار کې د امریکا په قونسلګرۍ باندې د تروریستي پيښې سره ارتباط لري.

میرمن کلنټن د سې شنبې په ورځ وویل چې هغې د خپل کار د «آسانۍ» لپاره د یو ایمیل نه کار اخیستی. هغې ویلي دي چې نه یې غوښتل چې د دوو ایمیلونو نه کار واخلي.

«د هغه وخت په حساب، دا به ښه وای چې که ما په ساده توګه د ایمیل دوهم آدرس استعمال کړی وای او بل ټلیفون مې د ځانه سره ګرځولی وای. خو هغه وخت، داسې نه معلومیدله چې دا به ستونزه جوړه کړي.»

کلنټن وویل چې په دې کې شک نه شته چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت قوانینو ورته اجازه ورکړې وه چې د یو ایمیل آدرس نه کار واخلي.

هیلري کلنټن وویل چې کله چې دې د بهرنیو چارو د وزارت کار پریښود، نو دغه وزارت ته یې د خپل رسمي کار په ارتباط ۵۵ زره پاڼې ایمیلونه ورکړل. هغې وویل چې دا هغه اسناد دي چې محرم نه دي او بلاخره به یې خلګ وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو دغه پخوانۍ وزیرې خبریالانو ته وویل چې په لسګونو زره ایمیلونه یې چې د خصوصي موضوعاتو په اړه وو پاک کړي دي. هغې وویل چې په دغه خصوصي ایمیلونو کې د هغې د لور د واده او د مور د خاورو ته د سپارلو د مراسمو په اړه پيغامونه وو چې د دې د رسمي کار سره یې هیڅ ارتباط نه درلود.

که څه هم میرمن کلنټن په رسمي توګه دا اعلان نه دی کړی چې نوي کال ته به ځان د ولسمشرۍ لپاره کاندیده کړي خو تمه کیږي چې هغه به د دیموکرات ګوند لخوا د امریکا د ولسمشرۍ لپاره کاندیده وي.

XS
SM
MD
LG