د لاس رسي وړ اتصالات

په کراچۍ کې د ایم کیو ایم په دفترونو چاپې ووهل شوي


پاکستاني چارواکي وايي چې د چاپو په جریان کې یې یو شمیر مجرمین او وسلې نیولې دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې د چاپو په جریان کې یې یو شمیر مجرمین او وسلې نیولې دي.

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې امنیتي ځواکونو د متحده قومي تحریک یا MQM په دفترونو باندې چاپې وهلې دي. چارواکي وايي چې په چاپو کې یې وسلې او څو مجرمین نیولي دي.

د چهارشنبې په سهار، د کراچۍ په ښار کې پاکستاني ملیشو یا Rangers د ایم کیو ایم د ګوند پر مرکزي دفتر چاپه ووهله.

د رنجرز ویاند، ډګروال طاهر محمود ویلي دي چې د چاپې په جریان کې یې شاووخوا ۶ مجرمین نیولي دي.

ډګروال محمود وايي چې د ایم کیو ایم په دفتر کې یې ځینې داسې کسان نیولې چې په مرګ محکوم ول.

هغه داعا کوي چې داسې وسلې یې هم د ایم کیو ایم په دفتر کې موندلي دي چې په پاکستان کې منع دي.

ایم کیو ایم دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې په دفترونو یې چاپې د سیاسي ملحوظات له امله وهل شويدي.

د ایم کیو ایم مشر الطاف حسین په پاکستاني ملیشو دا تور لګوي چې دسیسه یې جوړه کړې وه او غیرقانوني وسلې یې د دوی په دفترونو کې ځای پرځای کړي وي.

الطاف حسین په لندن کې اوسیږي. په بریتانیې کې د هغه نه د غیرقانوني پيسو د قانوني کولو د لګولو شوو تورونو په اړه تحقیقات کیږي.

ایم کیو ایم په پاکستاني ملیشو یا رنجرز تور لګولی دی چې په چاپې کې یې د ګوند یو غړی وژلی دی.

د ایم کیو ایم یو مشر فیصل سبزواري وویل چې «وقاص علي شاه د ایم کیو ایم د اطلاعاتو د مرکزي واحد غړی و. هغه جنګ نه کوی، هغه بېګناه و، خو بیا هم په بیرحمۍ سره وژل شوی دی.» خو پاکستاني چارواکي بیا دا نه مني.

په کراچۍ کې د چهارشنبې په ورځ کاروبارونه، ښوونځي او ترانسپورت بند وو. په دغه ښار کې د ایم کیو ایم ګوند د کاربندیز یا هرتال غږ کړی و.

د کراچۍ ښار د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی. کلونه کیږي چې په دغه ښار کې د تشدد پيښې کیږي. په کراچۍ کې وژل، په زور د خلګو څخه د پیسو اخیستل او د خلګو تښتول عادي پیښې ګرځیدلې دي.

معمولا د متحده قومي مومنټ یا تحریک په ګوند باندې دا تور لګول کیږي چې د تشدد د پيښو تر شا دي. خو، دغه ګوند بیا دغه تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG