د لاس رسي وړ اتصالات

کېري سنا ته: د داعش خلاف د قوې استعمال منظور کړی


جان کېري د چهارشنبې په ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډې کې خبرې وکړي.
جان کېري د چهارشنبې په ورځ د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډې کې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د امریکا د سنا د مجلس نه غوښتې دي چې د داعش خلاف دې د قوې استعمال منظور کړي.

د بهرنیو چارو وزیر کېري د سنا د بهرنیو اړیکو جرگگۍ ته وویل چې د کانگرس منظوري به هغه شکونه له منځه یوسي چې امریکایان د اسلامي دولت د ډلی مبارزینو او هر چاته چې د هغوی سره ملگري دي په ماته ورکولو کې متحد دي.

د امریکا د حکومت مهمو غړو د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د سنا د مجلس د یوې جرگگۍ په استماعیه غونډه کې برخه واخیسته او د جمهوررئیس د هغه پیشنهاد په اړه یې چې غواړي د اسلامي دولت د ډلي خلاف قوه استعمال کړي، د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ښاغلي اوباما تیره میاشت د قوې د استعمال واک اختیار غوښتی و چې درې کاله به دوام کوي او د ځمکنیو قواو په استعمالولو باندي به محدودیت موجود وي او هغه دا چې ځمکنۍ قواوي به د دوامدارې، اوږدې او ځمکنۍ جگړې نه منع وي.

دسنا د مجلس د بهرنیو اړیکو جرگگۍ ته د دفاع وزیر ایشټن کارتر، د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رئیس جنرال مارټین ډیمپسي ویناوي وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې «ستاسي اتحاد به د داعش مشرانو ته سم او صحیح پیغام ورسوي، او په دې به پوه شي چې هغوی موږ سره بېلولای نه شي، هغوی موږ ویرولای نه شي او هغوی باید زموږ د ماتې هیله ونه کړي.»

کېري کانگرس ته وویل چې د جمهوررئیس په پیشنهاد باندي د غور کولو په وخت دي د گوندي سیاست نه ډډه وکړي. هغه دا هم وویل چې د اسلامي دولت د ډلي گواښونو ته جواب ویل د گوندونو ترمنځ د اختلاف مسئله نه ده.

XS
SM
MD
LG