د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: چمتو یو د سوریې ستونزه په دیپلوماسۍ حل کړو


د سوریې د کورنۍ جګړې پوره پنځه کاله پوره شول، پدې جګړې کې د دوه سوه زرو نه زیات خلک و وژل شول او په میلیونونو نور دیته مجبوره شول چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو یا هیوادونو ته کډه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وایي اوس د دې وخت رارسیدلی چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد خپل دریز بدل کړي او دا ستونزه په دیپلوماتیکو هلو ځلو حل شي.

د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چې د مصر نه یې د امریکا د سي بي ایس د ټلویزون سره خبرې کولې، وویل چې د سوریې د کورنۍ جګړې د حل لپاره د خبرو اترو د بیا پیل کولو وخت رارسیدلی دی.

هغه وویل "مونږ د اړوندو ډلو سره په ګډه هلې ځلې کوو او ګورو که چیرته د ستونزې د حل لپاره دیپلوماتیکې لارې پیدا کړو. ځکه چې ټول پدې موافق دي چې په پوځي لارو چارو ستونزه نه حل کیږي او سیاسي حل یوازینې لار ده."

ښاغلی کېري زیاتوي " که چیرته مونږ وکړای شو چې بشارالاسد خبرو ته حاضر کړای شو، نو هغه ته باید دا خبر واضح کړو چې ټول د سیاسي حل طرفداره دي او هغه باید د خبرو اترو لپاره خپل دریز بدل کړي. د دې کار لپاره همدا اوس هلې ځلې روانې دي او زه ډاډه یم چې زمونږ د انډیوالانو او یو شمیر نورو ډلو د کوښښونو له وجې به په بشارالاسد فشارونه زیات شي. "

ښاغلی کېري وایي امریکا تل دیته چمتو ده چې د " ژنیو ۱" د پروسې پر اساس خبرې وکړي. د ښاغلي کیري اشاره هغې غونډې ته وه چې په 2012 کال کې په ژنیو کې شوې وه او په سوریې کې د جګړې د پای ته رسولو او موقتي حکومت د جوړیدو لپاره یو شپږه ماده ایز پلان جوړ شوی و خو د سوریې حکومت دغه وړاندیز ونه مانه.

په ٢٠١۴ کال کې په ژنیو کې د دویم ځل لپاره غونډه وشوه خو هیڅ نتیجه یې ورنکړه ځکه چې د سوریې د ملي ایئتلاف په غونډې کې ګډون ونکړ.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد سره خبرو اترو ته چمتو ده، جان کیري وویل " مونږ باید د رژیم سره خبرې وکړو" رپوټونه وایي چې د هغه اشاره ښاغلي اسد ته وه.

خو بل پلو بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې ماري هارف په یوې اعلامیې کې وویل چې " د امریکا پالیسي نده بدله شوې او په سوریې کې د اسد په شان دیکتاتور ته هیڅ ځای نشته. "

XS
SM
MD
LG