د لاس رسي وړ اتصالات

د لویدیځ سره د اتومي موافقې په هکله د ایران خوشبیني


د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسه فدریکا موگیریني وویل چې د ایران سره اتومي مذاکرې حساس پړاو ته رسیږي.
د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسه فدریکا موگیریني وویل چې د ایران سره اتومي مذاکرې حساس پړاو ته رسیږي.

په یوه غیر معمولي ارزونه کې د ایران د اتومي چارو لوړپوړي مرکه چي ویلي دي چې د ایران د اتومي پروگرام په اړه د امریکا د متحده ایالتونو او د مذاکراتو د نورو اړخونو سره عمده اختلافونه حل شوي دي.

علي اکبر صالحي نن سه شنبې د دې څرگندونو په ترڅ کې خوښي څرگنده کړه چې تهران به د لویدیځ سره د اتومي معاملې د چوکاټ د رامنځ ته کیدو لپاره د وروستنۍ نیټې پورې چې د مارچ د میاشتې پای ټاکل شوې ده، تیار اوسي.

د ایران د اتومي پروگرام په هکله خبرو په دې وروستیو اونیو کې پرمختگونه کړي دي. د مذاکراتو اړخونو د ایران د هغو اتومي فعالیتونو د محدودولو په هکله چې کیدای شي په نتیجه کې یې اتومي وسلې جوړې شي، له بل هر وخت څخه زیات سره نژدې شوي دي. د دې کار په بدل کې به لویدیځ پر ایران باندې اقتصادي او سیاسي بندیزونه لېرې کاندي.

ایران او د پنځه جمع یو ډله د دوو هدفونو سره په زغرده په کار بوخت دي چې نیټه یې دمخه ټاکل شوې ده او هغه عبارت د اتومي معاملې د چوکاټ څخه دي چې باید تر دوو راتلوونکو اونیو پورې تیاره شي او بیا د جون د میاشتې تر پایه د وروستنۍ معاملې لپاره پلانونه طرحه شي.

د امریکا د متحده ایالتونو مقاماتو په دې هکله لږه خوشبیني څرگنده کړې او ویلي یې دي چې د پرمختگونو سره سره زیات کارونه باید د تهران له لورې د اختلافونو د لېرې کولو په اړه ترسره شي او پر هغه هیواد باندې لگیدلي بندیزونه به په تدریجي توگه لېرې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د هغه ایراني سیال محمد جواد ظریف د دې مذاکراتو مشري کوي چې د رسمي پلوه د ایران، امریکا، روسیې، چین، بریتانیې، فرانسې او جرمني ترمنځ خبرې گڼل کیږي.

د اختلاف وړ تکي تر ډیره پر تخنیکي مسایلو څرخي. د دې جملې څخه د سانترفیوژونو شمیر چې یې کولای شي د اتومي معاملې په بنسټ فعال کړي. دا ماشینونه یورانیوم دومره غني کوي چې کیدای شي له هغې څخه د اتومي وسلې د تولید لپاره کار واخیستل شي. خو ایران وایي ددې پروگرام څخه یواځې د انرژۍ د تولید، علمي او طبي مقصدونو لپاره کار اخلي.

د ایران د اتومي چارو لوړپوړی چارواکی صالحي او د امریکا د انرژۍ د وزارت مرستیال ارنست مونیز تیره میاشت دې مذاکراتو ته ور وبلل شول چې تخنیکي مسایل حل کړي.

جان کېري او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د دوشنبې په ورځ پنځه ساعته په سویس کې خبرې وکړې او وروسته له هغې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي اتحادیې له چارواکو سره د خبرو لپاره بروکسل ته سفر وکړ.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسه فدریکا موگیریني وویل چې د ایران سره اتومي مذاکرې حساس پړاو ته رسیږي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له لسو کلونو مذاکراتو وروسته باید د تهران سره په اتومي مذاکراتو کې ددې ترلاسه شوي فرصت نه استفاده وشي.

له بلې خوا د امریکا دننه د تهران سره د اتومي مذاکراتو په هکله مخالفتونه موجود دي چې د ایران ستر مشر ته د امریکا د کانگرس د جمهوري غوښتونکو سناتورانو لیک یې یوه نمونه ده.

جمهوري غوښتونکي استدلال کوي چې دا معامله بسیا او د عملي کیدو وړ نه ده او ایران ته د دې اجازه ورکوي چې په یو اتومي ځواک بدل شي. جمهوري غوښتونکو تر دې دمه یو لړ وړاندیزونه مطرح کړي چې د دې موافقو مخه ونیسي. خو د امریکا د متحده ایالتونو حکومتي مقامات وایي دا ډول معامله به ونشي چې ایران ته د اتومي وسلو د لاس رسي اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG