د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د تونس د تروریستي برید مسولیت ومانه


د تونس ولس د وژونکي برید په ماتم بوخت دی.

د تونس ولس د وژونکي برید په ماتم بوخت دی.

داعش یا د اسلامي دولت ډلې په داسې حال کې د پنشنبې په ورځ د تونس پر ملي موزیم باندې د برید مسولیت په داسې حال کې واخیست چې په برید کې د وژل شویو ۲۳ کسانو اکثریت بهرني سیلانیان دي.

د اسلامي دولت د ډلې اعلامیه دا برید "د کافرانو پر استوګنځای او په اسلامي تونس کې د فساد پر یو مرکز باندې یو مبارک یرغل " ګڼلی دی او په داسې توګه ترسره شوی چې ددې ډلې پیغام له ځانه سره لري.

په انترنیټ کې د یو خپور شوي آواز له مخې د اسلامي دولت ډلې دغه دوه برید کوونکي د "اسلامي دولت قهرمانان " بللی دي چې په ماشیندارو او بمونو سمبال وو او دا برید یې ترسره کړ. په پیغام کې د نورو بریدونو ګواښ هم شوی دی.

دمخه ویل شوي وو چې د چهارشنبې په ورځ د تونس په مرکز کې په یو موزیم باندې شوي برید کې ډیر سیلانیان وژل شوي دي.

د تونس صدراعظم حبیب الصید وویل چې دوو وسله والو، چې د پوځیانو غوندې یونفورمونه یې اغوستي وو د باردو په میوزیم کې «د سیلانیانو پسې ګرځیدل او ‌ډزې یې پرې کولي» او وروسته یې بیا یو شمیر کسان برمته کړل.

پولیسو د برمته شوو کسانو د خلاصولو په عملیاتو کې دغه دوه برید کوونکي ووژل. خو د تونس چارواکو وویل چې دوی د هغو درېیو نورو کسانو د پیدا کولو هڅه هم کوي چې ګمان کېږي د بریدکوونکو سره یې لاس درلود. دا معلومه نه ده چې وسله وال بریدکوونکي څوک وو.

په وژل شوو کسانو کې لږترلږه ۱۷ سیلانیان شامل وو. صدراعظم الصید چې په خبرې کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل چې په وژل شوو سیلانیانو کې د کلمبیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ، هسپانیې اتباع هم شامل وو. هغه وویل چې په برید کې د تونس دوه اتباع هم وژل شويدي او تر شلو ډیر کسان بیا ټپیان شوي هم دي.

د تونس صدراعظم په یوې تلویزیونې وینا کې د تروریزم خلاف جګړه د تونس د راتلونکي او کامیابۍ لپاره یوه «اوږده جګړه وبلله.»

صدراعظم الصید وايي چې د تونس د باردو په مشهور میوزیم باندې د برید هدف د تونس اقتصاد ته تاوان رسول و چې پر توریزم باندې ولاړ دی.

د تونس تلویزیون د سیلانیانو او ماشومانو تصویرونه خپاره کړيدي چې د امنیتي ځواکونو په مرستې د صحنې نه تښتیدل.

د تونس د کورنیو چارو د وزارت یو ویاند وویل چې د برید پرمهال په میوزیم کې لږترلږه ۱۰۰ کسان حاضر وو.

میوزیم ته نږدې د تونس پارلمان موقعیت لري چې د برید پر مهال پکښې د پارلمان غړي غونډه درلوده او د تروریزم پرضد د مبارزې د لایحې په اړه یې بحث کاوه. کله چې برید وشو د پارلمان ودانۍ هم تخلیه شوه.

د پارلمان غړې سعیده اونیسي وویل چې د عدلیې وزیر، قاضیان او د پوځ یوشمیر چارواکي هم د پارلمان په ودانۍ کې حضور درلود.

هغې د ودانۍ د تخلیه کیدو په وخت کې د ټویټر له لارې وویل چې «موږ نه ویریږو.»

د تونس ولسمشر، محمد الباجي قائد السبسي چې روغتون ته د ټپيانو د پوښتنې لپاره تللی و د فرانسې خبرې آژانس ته وویل چې «چارواکي به ټول اقدامات وکړي چې داسې پیښې بیا تکرار نه شي.»

امریکا هم د هغو هیوادونو په کتار کې وه چې دغه برید یې وغانده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په یو بیان کې چې له ایمیل له لارې یې استولی ویلي دي چې «موږ د تونس د چارواکو ستاینه کوو چې د نننۍ وحشیانه برید ځواب یې په چټکی سره ورکړ او د دوی د هڅو [نه هم ستاینه کوو] چې د برمته شوو کسان د خلاصولو او د کرارۍ د رواستلو لپاره یې کړيدي. امریکا په دغسې سخت وخت کې د تونس د خلګو سره ولاړه ده.»

د فرانسې صدراعظم مینول وال دغه برید یو تروریستي عمل وباله.

په قاهرې کې د سیاسي اجتماعي علومو استاد سید صادق وویل چې د عربي پسرلي د پاڅونونه څخه وروسته د تونس د ګاونډي هیواد لیبیا څخه وسلې هرځای انتقال شوي او دغه د دې سبب شول چې وسله والې ډلې په تونس کې قوي شي.

هغه زیاته کړه «په لیبیا کې د قاچاقبرانو او تروریستانو ډلې د وسلو ګدامونه ونیول. دوی وسلې غلا کړي او هر چیري چې تاسو یې فکر کولای شي، وسلې یې قاچاق کړي.»

که څه هم دا معلومه نه ده چې برید چا کړی دی، خو استاد سید صادق امریکا غږ ته وویل چې د دې امکان شته چې د څو وسله والو ډلو نه یوه یې وواي چې برید دوی کړی دی.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG