د لاس رسي وړ اتصالات

د نتنیاهو بیا انتخابیدو ته یوه لنډه کتنه


Israeli Prime Minister Benjamin Netanyahu, center, waves to supporters at party headquarters in Tel Aviv, March 18, 2015.

Israeli Prime Minister Benjamin Netanyahu, center, waves to supporters at party headquarters in Tel Aviv, March 18, 2015.

دا چې ولې د اسرائیل ولس د مخالفتونو او په هیواد کې د نه چندان ښه سیاسي وضیعت سره سره یو ځل بیا بنیامن نتنیاهو د څلورم ځل لپاره د صدراعظم په توگه وټاکه، د اسوشیتید پرس آژانس د دان پیري یوه ارزونه د انتخاباتو د نتیجو په هکله خپره کړې ده او په هغه کې یې هغه لاملونه څیړلي دي چې په وجه یې د بنیامن نتنیاهو گوند د دې انتخاباتو گټونکی شو.

دا ډیرو ته یو راز دی چې د بنیامین نتنیاهو انتخاباتي کمپاین وروسته له هغه زور واخیست کله چې هغه د فلسطیني دولت د جوړیدو نظریه رد کړه او داسې ښکاري چې هغه به په فلسطیني اشغال شویو سیمو کې د یهودانو د میشت ځایونو جوړولو ته دوام ورکړي.

پوښتنه دا ده چې ولې اسرائیلیان په دې وخت کې بیا د داسې سیاست پلوي کوي چې کولای شي حساسیت رامنځ ته کړي او په ډراماتیکه توگه د یهودانو په سختۍ گټل شوي دولت ته زیان ورسوي.

د دې پوښتنې ځواب د یوې پیچلې معما په جزیاتو کې نغښتی دی چې دموکراتیک ارزښتونه یې د ظڅدودولو توان نه لري. په همدې خاطر انتخاباتي کمپاینونو عمده ستراتیژیکو موضوعاتو ته نه و ځانگړی شوي او د هغې پر ځای اپوزیسیون هم په خپل کمپاین کې د ژوند ورځنیو مسایلو ته پاملرنه کړې وه.

د سیمې د مدیریت لپاره د لویدیځې غاړې اهمیت

کم شمیر اسرایلیان د لویدیځې غاړې اشغال د فلسطین ضد یوه موضوع او یا هم یوه د جاطلبۍ خبره گڼي. که څه هم چې د نړۍ په ډیرو نورو هیوادونو کې ددې سیمې د اشغال په اړه مختلف نظرونه موجود دي. د فلسطینیانو له نظره د غزې تړانگه او لویدیځه غاړه دواړه یوځای د لرغوني فلسطین له پنځو څخه د یوې برخې سره برابره دي. د فلسطینیانو په اند د دې دواړو سیمو ترلاسه کول لږ تر لږه هغه شرطونه دي چې هغوی کولای شي د فلسطین په گاونډ کې د اسرائیل سره د یو هیواد په توگه موافقه وکړي.

خو اسرائیلیان دې موضوع ته بل ډول گوري. د لویدیځې غاړې پرته اسرائیل د تر کنترول لاندې سیمو له درکه د ستونزو سره مخامخ کیږي. له دې سربیره اسرائیلیان ډاریږي چې که د هغوی پوځي ځواکونه د لویدیځې غاړې څخه ووځي، کیدای شي دا سیمه د سخت دریځو ډلو لکه حماس منگلو ته ورشي چې اسرائیل هغوی ته د یو گواښ په سترگه گوري.

سولې ته رسیدل – له واقعیت څخه لېرې خبره

څرنگه چې ډیر لږ کسان په دې باور دي چې په منځني ختیځ کې سوله راتلای شي، له دې پلوه دا موضوع په انتخاباتي کمپاینونو کې ډیره مطرح نه شوه. له بلې خوا د کمپاینونو په ترڅ کې د سیاسي مخالفینو له په دې هکله ځنې وعدې ورکړل شوې. خو څنگه چې د فلسطین د سولې مسله ډیره پیچلې ده داسې ښکاري چې د مخالفو سیاستوالو او هغو گوندونو څرگندونې چې د نتینیاهو په وړاندې په انتخاباتي مبارزو کې فعال وو، د رایی ورکوونکو قناعت ترلاسه نه شو کړای.

قومي لامل

د اسرائیل په پارلمان کې له دیرش فیصدو څخه زیاتې څوکۍ هغه گوندونو او افرادو ته رسیږي چې خاص قومونو ته انتخاباتي مبارزه کوي او دهغوی د رائیو د ترلاسه کولو هڅه کوي. اسرائیلي عربان، روسي مهاجرین او نور یهودان هم په پارلماني انتخاباتو کې خپله ونډه لري.

تر دې چې ستر گوندونه ځنې وخت د کوچنیو قبیلو او قومونو د رائیو د ترلاسه کولو په مقصد په همدې ډول چلند انتخاباتي مبارزې کوي. همداسې وو چې د نتنیاهو گوند په دې مورد کې مخکښ شوی او ویې کړای شول چې زیات شمیر دغسې رایی ترلاسه کړي.

شاه نتنیاهو یا بي بي

ښاغلی نتنیاهو په اسرائیل کې تر ډیره په بي بی مشهور دی. هغه ښودلي دي چې نه یواځې خلکو ته په انتخاباتو کې د بریالي کیدو وعده ورکوي بلکې د خپلو وعدو په پلي کولو کې هم ستونزه نه لري. ښه پوهیږي چې د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې د چا تر څنگ واوسي چې ډیرې رایی وگټي.

څه موده مخکې هغه د یوې نړیوالې دسیسې یادونه کړې وه چې د هغه په وینا غوښتل یې هغه له واک څخهوپرزوي. د دې لپاره چې پل شهرت د اسرائیلیانو په منځ کې وساتي هغه وویل چې په هیڅ ډول به اجازه ورنه کړي چې یو داسې فلسطیني هیواد جوړ شي چې پښه د ٢٠٠٩ کال له موفقو څخه زیاته اوږده کړي. په دې ترڅ کې د ایران د اتومي پروگرام په هکله د هغه وروستیو څرگندونو هم په اسرائیل کې د نتنیاهو شهرت ته گټه ورسوله.

XS
SM
MD
LG