د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په عراق کې څه غواړي؟


په تهران کې د ایران او عراق د دفاع وزیرانو لیدنه
په تهران کې د ایران او عراق د دفاع وزیرانو لیدنه

ایران د عراقي حکومت سره کومک کوي چې د عراق د شمالي ښارونو نه د اسلامي دولت د ډلې سني افراطیان په زوره وباسي. خو دلته په واشنگټن او سیمه کې د چارو پوهان وايي چې د عراق سره د ایران مرسته د عراق په وضعیت هم اغیزه کوي او په سیمه کې هم د قدرت توازن خرابوي.

د ایراني شیعه ملیشو په قوي ملاتړ د عراق امنیتي قواوې په دې توانیدلي دي چې د هیواد شمالي برخو نه د اسلامي دولت ډلې یاغیان په شا کړیدي. خو د نړیوالو شخړو د موسیسې د عراق د چارو څیړونکې ماریه فنتاپي وايي چې په عراق کې د ایران رول یوازې د اسلامي دولت ډله ځپل نه دي، بلکې دې نه زیات څه دي.

میرمن فنتاپي وايي چې احتمال دی چې هغه سېمې چې د اسلامي دولت د ډلې کسان ېې خالي کوي، هلته ایران خلکو ته د ژوند سهولتونه برابر کړي او د عراق د دولت د ضعف نه گټه واخلي.

هغه وايي «په تکریت کې چې کله د اسلامي دولت د ډلې واک ختم شي، نو د ایران د پاسدارن انقلاب کسان به راشي او د عراقي موسیسو نه به د بیا ودانۍ د کارونو اختیار واخلي. نو دې سره دا پوښتنه پیدا کیږي چې ایران په اصل کې عراق کې څه کول غواړي.؟

په بغداد کې د ایران د ستر مذهبي مشر خامنه يي عکسونه
په بغداد کې د ایران د ستر مذهبي مشر خامنه يي عکسونه

پینځه کاله مخکې امریکا د عراق د هر کار او هرې چارې مسولیت درلودو، خو میرمن فنتاپی وايي چې اوس د عراق په لر اوبر کې د ایران لاس بر لیدل کیږي.

هغه وایي « که همدا اوس څوک د عراق پاتخت بغداد ته لاړ شي نو په لویو لارو کې ایران د ستر مذهبي مشر خامنايي عکسونه ویني دا د عراق په سیاست کې د ایران په مخ په زیاتیدونکي رول باندې دلالت کوي.

د هنري جیمز په نوم یو مشاور چې منځني ختیځ کې کار کوي، هغه وايي چې یو خوا د امریکا لودیز ملگري د ایران د اتومي پروگرام په سر خبرې کوي، نو بلخوا د اسلامي دولت د ډلې خلاف د یو بل سره هم نظري ښکاري.

هغه وايي« په داسې وخت کې چې ایران لگیا دی چې د روسېې په شمول د شپږو قدرتونو سره د خپل اتومي پروگرام په سر خبرې کوي، نو په عین وخت کې ایران په منځني ختیځ کې د امنیتي چارو په لړ کې ډیر مهم یادیږي

ایران د عراق دولت ته د اسلامی دولت د ډلې خلاف جگړې دپاره، امکانات، وسلې، مهمات ،الوتکې او د قیادت په لړ کې هم کومک ورکوي. خو داسې فلمونه هم مخې ته راغلي چې هغې کې ښودل شوي چې د عراقي دولت په ملاتړ فعالې شیعه ډلې د سنیایانو سره ناوړه چلند کوي او نو په مقابل کې د اسلامی دولت ډله د سنیانو د دغو مخالفو احساساتو نه د عراقي دولت خلاف گټه اخلي.

په تکریت کې چې کله د اسلامي دولت د ډلې واک ختم شي، نو د ایران د پاسدارن انقلاب کسان به راشي او د عراقي موسیسو نه به د بیاودانۍ د کارنو اختیار واخلي
په تکریت کې چې کله د اسلامي دولت د ډلې واک ختم شي، نو د ایران د پاسدارن انقلاب کسان به راشي او د عراقي موسیسو نه به د بیاودانۍ د کارنو اختیار واخلي

دلته د امریکا د میري لینډ ایالت د پوهنتون پروفیسر فلیپ سمیت وايي چې که چرې په عراق کې د ایران رول نور هم زیات قوي شو نو دې سره عراق کې د شیعه سني فرقو په اساس تفرقه زیاته شي او دې سره به د عراقي دولت موثریت ته سخته ضربه ورسي.

خو په منځني ختیځ کې میشت کارپوه هنري جیمز بیا وايي چې ایران په عراق کې ثبات غواړي ،ترڅو خپل اثررسوخ پکې نور زیات کړي.

هغه وايي «ایران په عراق کې یو دوست دولت غواړي، داسې دولت چې د عراق سره ستراتیژیکی همغږي ولري او د سیمې دپاره مفید وي او دې ته ېې هم نه پریږدي چې د واک نه ووځي.

خو د امریکا پالیسي جوړونکي نه پوهیږي چې د دې مسلې حل څه دی؟. امریکا کې ولس د جنگونو نه بېزاره دی، د عراق په بیا رغونه ډیرې پیسې هم مصرف شویدي. نو اوس په دې فکر دي چې عراق کې د ایران رول ورته ډیر تاواني دی که د اسلامي دولت د ډلې یا داعش؟.

میرمن فنتاپي وايي چې امریکا اوس د اوضاع څیړنه کوي ترڅو معلومه کړي چې مخکې څه کیږي. امریکا نه غواړي چې د عراق د دولت بڼه بدله شي او ورسره دا هم نه غواړي چې ټول دولت دې د له منځه لاړ شي.

په داسې حال کې چې د عراق دولت ډیر کمزوری دی او په زرهاو وسله والو شیعه ملیشو اخیتار هم ډیر نه لري، نو ښکاري چې ایران به د عراق د ثبات دپاره مهم رول لوبوي. خو ورسره دا سوال پیدا کیږي چې ایا ایران د عراق د اوږدې مودې ثبات سره کار لري که نه د ایران راتگ سره بې ثباتي نوره هم پراخه شي.

XS
SM
MD
LG