د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ د نړیوال جام گډ کوربانه، د پای لوبې سیالان


د کرکټ د شورا ویبسایت د ریکارډ په کچه ٢٦ میلیونه خاص او دایمي لیدونکي او ٢٢٥ میلیونه اماتور مراجعین درلودل.
د کرکټ د شورا ویبسایت د ریکارډ په کچه ٢٦ میلیونه خاص او دایمي لیدونکي او ٢٢٥ میلیونه اماتور مراجعین درلودل.

که څه هم چې د امریکا د حرفوي باسکټبال پای لوبه، د امریکایي فوټبال سوپر بال او یا هم د فټبال د اروپا او نړیوال جام لوبې په سلگونو میلیونو نندارچیان لري، خو د کرکټ د نړیوال جام پای لوبه به هم په څلورو براعظمونو کې په سلگونو میلیونه نندارچیان او مینه وال ځان ته راجلب کړي.

د کرکټ نړیوال جام ته د رسیدو لپاره له څلور کلونو هلو ځلو او خواریو او همداشان ددې جام د وروستي پړاو له شپږ اونیزو گروپي لوبو وروسته د شنبې په ورځ دوه مخکښ ټیمونه سره په پای لوبه کې مخامخ کیږي.

دغه وروستۍ لوبه د جام د دواړو کوربه هیوادونو استرالیا او نیوزیلاند د ټیمونو ترمنځ د استرالیا د میلبرون د کرکټ په ستدیوم کې ترسره کیږي چې سل زره نندارچیان په کې ځایږي، او تمه ده چې په سلگونو میلیونه نور به یې د تلویزیون له لارې نندارې ته کښیني.

په امریکا کې میشت د کرکټ تلویزیوني چنیل د مرستیال په وینا د دې د لیدونکو شمیر به د امریکا د سوپر بال تر نندارچیانو زیات وي که څه هم چې هند فاینل ته نه دی وتلی او ښایي د نندارچیانو په عمومی شمیره باندې د هندي لیدونکو کموالی اثر واچوي، مگر بیا هم په نړیواله سطڅه په سلگونو میلیونو وگړي به یې وویني.

په داسې حال کې چې فوټبال په نړیواله کچه یو مخکښ سپورت دی، خو د برخه اخیستلو، پیسو او نندارچیانو له درکه کرکټ نژدې دوهم مقام لري. دا سپورت د سوکالۍ او شهرت لپاره یوه وسیله گرځیدلې او څتی د هند او پاکستان په شان هیوادونو کې په سیاست کې هم رول لري.

په سږني تورنمنت کې د لومړي ځل لپاره جنگ ځپلی افغانستان هم نړیوال ستیج ته ووت چې سکاتلند ته یې د سیمع الله شینواري په زړور بیټینگ سره ماتې ورکړه.

انگلیستان چې د کرکټ د زیږد د ټاټوبي په توگه پیژندل کیږي په لومړي روند کې بنگله دیش ته لوبه بایلودله چې د ډیرو په اند یوه سخته ناکامي وه. د جنوبي افریقا زړه هغه وخت مات شو چې په سیمې فاینل کې یې نوي زیلاند ته لوبه وبایلله چې په دې توگه یې له شپږ ځلې ناکامو هڅو وروسته پای لوبې ته مخه کړه.

د نامداره لوبغاړو په سر کې د جنوبي افریقا د بالر عمران طاهر نوم هم یادیږي. عمران طاهر چې د ویکیټ کولو وروسته د خوښې په ځانگړي سټایل مشهور دی په پاکستان کې زیږیدلی او لوی شوی، د واده په وجه یې د جنوبي افریقا تابعت خپل کړی او په تیرو څلورو کلونو کې جنوبي افریقا ته لوبه کړې او د هغه په برکت دغه ټیم دومره رامخکې شوی دی.

د هند ټیم چې تل د مخکښانو په ډله کې دی په قاطعیت سره یې له استرالیا څخه ماتې وخوړه.

د کرکټ د نړیوالې شورا د سپورت تنظیموونکي وایي سږکال د نندارچیانو شمیر زیات شوی و، او د دې شورا د ویبسایت مراجعین د ریکارډ په کچه ٢٦ میلیونه خاص او دایمي لیدونکي او ٢٢٥ میلیونه اماتور لیدونکي درلودل.

د معلوماتي تکنالوژۍ یو کارپوه نگیش کنوید وایي " کله چې له هند څخه امریکا ته کډه شوم د کرکټ لیدل می بس کړل، خو د انترنیټ نه په مننه وتوانیدم چې بیرته د کرکټ ننداره وکړم."

XS
SM
MD
LG